اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي) په هېواد كښې د ټالټاكنو 2024 لپاره د كانديدانو لخوا د نامزدګۍ كاغذونو جمع كولو سلسله كومه چې د شورو په ورځ پېل شوې وه د جمعې په ورځ به بشپړه شي، په هېواد كښې د ټولټانكو په اړه انتخابي هلې ځلې پېل شوي۔ د الېكشن كمېشن لخوا انتخابي ضابطه اخلاق هم جاري كړے شوے ۔ د الېكشن كمېشن لخوا د جاري تفصيلات له مخې د قامي اسمبلۍ لپاره د نامزدګۍ كاغذونو سره به 30 زره روپۍ او د صوبائي اسمبلۍ لپاره به 20 زره روپۍ جمع كول وي كومې چې نه ستنېدونكے فيس دے۔ كانديدانو له به د تېرو دريو كالو انكم ټېكس ريټرن د نامزدګۍ كاغذونو سره جمع كول وي او د دې نه علاوه به د پاسپورټ بشپړ نقل هم لګول وي۔ د كانديدانو د نامزدګۍ كاغذونو ابتدائي فهرست به په 23م دسمبر جاري كولې شي٬ جانچ پړتال به د 24 نه تر 30 دسمبر كېږي او د كاغذونو منظورېدو يا مسترد كېدو په ضد اپيلونه به په 3م جنورۍ كال 2024 دائركولې شي او د اپېلټ ټريبونل په دائر كړو اپيلونو به پرېكړه د جنورۍ په لسمه كولې شي ۔ د كانديدانو نظرثاني شوې فهرست به په 11 جنوري جاري كولې شي٬ كاغذات به په 12م جنورۍ بېرته اخستلے شي او هم په دغه ورځ به د كانديدانو نظرثاني شوے فهرست جاري كېږي۔ كانديدانو ته په انتخابي نخښې د جنورۍ په 13مه نيټه وركولې شي او پولنګ به د فرورۍ په اتمه نيټه كال 2024 كېږي۔