مونږ د سكه دھرم مانونكو لپاره د کرتارپور راهدارۍ د لارې د خېرسګالۍ پېغار وركوٶ

image
APP48-19 MULTAN: February 19 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mehmood Qureshi talking to media persons at Circuit House. APP photo by Qasim Ghauri

اسلام آباد 08 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل مونږ د سكه دھرم مانونكو لپاره د کرتارپور راهدارۍ د لارې د خېرسګالۍ پېغار وركوٶ٬ دا د دې خبرې ښكار ثبوت دے چې په پاکستان كښې رواداري هم شته او مذهبي آزادي هم۔ د جمعې په ورځو سنګاپور څخه د ستنېدو نه پس په لاهور كښې کرتارپور راهدارۍ په اړه ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل زه په سنګاپور كښې وم چرته چې د کرتارپور راهدارۍ په اړه د عكسونو خاص نندارتون اهتمام وشو٬ په دې نندارتون كښې پاكستان كښې دننه د سکھ دھرم چې څومره مهمې ګوردوارې دي د ھغې عكسونه شامل كړې شوې وو او ما د عكسونو د دې نندارتون پرانسته كړې چې كله پرانستې له ورسېدم نو د سكه ټولنې زياتو خلقو سره زما ملاقات وشو ھغوي چې څومره خوشحاله ٶ ھغه د بيانېدو نه دي ھغوي د پاكستان زياته مننه كوي۔ ده ووئيل نن چې هند په مقبوضه جمو و کشمير كښې زيات ظلمونه كړې دي او كشميريان د جمعې لمونځ نه پرېږدي٬ دا د دوي رويه چې نړۍ ئې ويني نو بلخوا مونږ د سكه دهرم منونكو ته د كرتار پور راهدارۍ د لارې د خېرسګالۍ پېغام وركوٶ۔ ده ووئيل د هند لخوا پرله پسې د تنګ نظرۍ څرګندونه روانه ده مونږ په رېكارډ لږه موده كښې د كرتار پور راهدارۍ منصوبه سر ته رسولې شه۔ خارجه وزير ووئيل (نن) به د نومبر په 9مه نيټه وزيراعظم عمران خان د کرتارپور راهدارۍ پرانسته كولو سره سكه ټولنې سره شوې لوظونه ترسره كوي۔ ده ووئيل چې چا د سوچ هم نه شو كولې شې په نهه لس مياشتو كښې به د د ګوردواره کرتارپور كار بشپړ شي او هند به د خنډانو ولاړولو باوجود په دې لوظنامه لاسليك لپاره راضي شي۔ د راهدارۍ پرانستې دستوره كښې مونږ د هند پخوانې وزيراعظم منموهن سنګھ ته هم بلنه وركړې او د ھغه تحريري ځواب هم موصول شوې دې چې پكښې ھعه وئي لي دي چې زه به خامخه راتلل غواړم خو ديا عام ياتري په حېث سره ٬ ھغوې چې په كوم حېث هم دلته راځي مونږ به ئې هركلې كوٶ۔ ده ووئيل د بابا ګورونانك د 550مې زېږون ورځ له مخې د پاكستان لخوا د خاص رعايت پرېكړه شوې ده۔ ده ووئيل مونږ د سكه دھرم مانونكو لپاره د کرتارپور راهدارۍ د لارې د خېرسګالۍ پېغام وركوٶ٬ دا د دې خبرې ښكار ثبوت دے چې په

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں