د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د حج آپرېشنز 2019 د جاج اخستو غونډه

image
APP71-29 ISLAMABAD: August 29 – Prime Minister Imran Khan chairs meeting to review Hajj Operations-2019 at PM Office. APP

اسلام آباد 29 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د حج پحقله د حكومتي پاليسۍ٬ د حج انتظامات او حاجيانو ته لا بهتره آسانۍ وركولو لپاره د وړاندېزونو اصولي منظوري وركولو سره امر كړې چې دا تجويزونه په يوه اونۍ كښې كابينې ته وړاندې كړئ ٬ روډ ټو مكه پراجېكټ آسانۍ د پاكستان ټولو حاجيانو ته وركولو لپاره به د سعودي واكمنو ته خواست كوٶ۔ وزيراعظم دا خبرې د زيارت په ورځ د حج آپرېشنز 2019 د جاج اخستو غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري، د وزيراعظم سلاحكار محمد شهزاد ارباب، د مذهبي او خارجه چارو سېكتران او نور لوړ پوري موجود وو۔ د وزيرِ اعظم سلاحكار محمد شهزاد ارباب څوك چې د وزيراعظم لخوا د حچ انتظاماتو څارنې لپاره ټاكلې شوې ٶ۔ ده وزيراعظم ته د حج نه وړاندې او د حج كېدو نه پس حاجيانو لپاره د انتظاماتو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ وزيرِ اعظم ته ووئيل شول د سركاري حج سكيم له مخې حاجيانو ته د حج نه وړاندې او وروستو د حج د انتظاماتو ذمه د حج مشن لخوا او د حج په ورځو كښې (منيٰ، عرفات او مزدلفه) كښې انتظامات د سعودي چاواكو لخوا ترسره كړې شوي۔ وزيرِ اعظم ته ووئيل شول په دوه لكه كوټه كښې يو لك 23 زره 316 د سركاري سكيم او 76 زره 684 د نجي سكيم كوټه وه٬ حاجيانو ته د ميډيكل غوره آسانيو لپاره دوه لوے روغتونونه ٬ يوولس ډسپنسرې او 14 كوچنۍ ډسپنسرۍ جوړې كړې شوې ۔ وزيرِ اعظم ته ووئيل شول د سركاري سكيم له مخې حاجيانو ته د سفر غوره آسانيو سره سره يو لك 12 زره 600 كسانو له مركزيه مدينه كښې د استوګنې انتظام شوې ٶ او د دوي خوراك څښاك ل-لپاره هم د كېټرنګ د اعلٰې كمپنو خدمات ترسره كړې شوي۔ وزيرِ اعظم ته ووئيل شول سږ كال د روډ ټو مكه پراجېكټ څخه 22 زره كسانو استفاده كړې چې د امېګرېشن ټول انتظامات ئې په اسلام آباد كښې ترسره شوې او سعودي ته په رسېدو ورته هېڅ تكليف نه دې رسېدلې٬ او د حاجيانو سامان د حج مشن لخوا د دوي استوګنو ته د رسولو بندوبست شوې۔ وزيراعظم ته ووئيل شول حج نه پس 23 زره نه تر 67 زره روپۍ بقاياجات حاجيانو ته د ستنېدو نه وړاندې وركړې شوې ٬ په وړومبي ځل د حاجيانو آسانۍ لپاره په ګلګت بلتستان كښې عارضي حج ډائرېكټورېټ جوړ كړې شوې٬ د کوئټه نه هم نېغ په نېغه پروازونه تللې او حاجيانو ته د اي ويزه آسانۍ ترلاسه وې۔ وزيراعظم ته ووئيل شول د سپين ګيرو او خاص كسانو لپاره د ټرانسپورټ خاص انتظام شوې ۔ ده وزيراعظم ځينې حاجيانو ته د ورمخې ته شوو ستونزو نه هم خبر كړو او وئي وئيل د حج په ورځو كښې د ستونزو نه د سعودي چارواكي خبر كړې شوې او ھغوي د اړوندو متنظمينو په ضد كاروائي كړې۔ ده د حج پحقله د حكومتي پاليسۍ ٬ انتظاماتو او حاجيانو لپاره ښې آسانۍ باوري كولو لپاره وزيراعظم ته تجويزونه وړاندې كړل۔ وزيراعظم عمران خان د حج پحقله د حكومتي پاليسۍ٬ د حج انتظاماتو او حاجياتو ته لا بهتره آسانۍ وركولو لپاره د تجويزونو اصولي منظوري وركولو سره امر وكړو چې دا تجويزونه په يوه اونۍ كښې كابينې ته وړاندې كړئ ٬ روډ ټو مكه پراجېكټ آسانۍ د پاكستان ټولو حاجيانو ته وركولو لپاره به د سعودي واكمنو ته خواست كولې شي

مضمون کا ماخذ : اولمپس کے خدا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں