پاکستان به افغان امن عمل كښې شريكه ذمه واري ترسره كولو سره د زړه د اخلاصه مخلصانه كردار لوبوي۔ د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي

image
APP48-19 MULTAN: February 19 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mehmood Qureshi talking to media persons at Circuit House. APP photo by Qasim Ghauri

اسلام آباد 19 اګست (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي پاكستان سوله ايز افغانستان غواړي او افغان امن عمل كښې به شريكه ذمه واري پاللو سره د زړه د اخلاصه مخلصانه كردار لوبوي۔ د ګل په ورځ د افغانستان استقلال ورځ په موقع د مباركۍ خپل پېغام كښې ده ووئيل د افغانستان د استقلال په ورځ حکومت او افغان اولس ته مباركي وړاندې كوم۔ خارجه وزير ووئيل د دواړو هېوادونو اولس په پېړو لرغونې سماجي ٬ معاشرتي او معاشي رشتو كښې تړلې شوې دې۔ ده ووئيل سوله ايز افغانستان د ټولې منطقې امن او استحكام لپاره ضرورې دې پاکستان به افغان امن عمل كښې شريكه ذمه واري پاللو سره د زړه د اخلاصه مخلصانه كردار لوبوي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں