د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د زېډ ټي اي كارپورېشن سينئر وائس پريزېډنټ ژونګ هووامي او ايګزېكټو افسر ژي شياماؤ سره خبرې

image
APP119-09 ISLAMABAD: April 09 - Chaudhary Fawad Hussain, Federal Minister For Information and Broadcasting in a meeting with Mei Zhonghua, Senior Vice President ZTE and heads of its business. APP

اسلام آباد 09 اپریل (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د زېډ ټي اي كارپورېشن سينئر وائس پريزېډنټ ژونګ هووامي او ايګزېكټو افسر ژي شياماؤ سره په اسلام آباد كښې ملاقات كړی۔د اطلاعات وزير زيډ ټي اي كارپوېشن له په اسلام آباد كښې د ټېكنالوجي سكول پرانستلو وړاندېز كولو سره ووئيل پاكستان په آسيا كښې ټېكنالوجي فيلډ كښې د سرمايه كارۍ لپاره مهم هېواد دے٬حكومت د وړومبي مېډيا پوهنتون جوړولو پريكړه كړې۔ده ووئيل راډيو پاكستان٬پاكستان ټېلي ويژن او انفارمېشن اكېډېمۍ ضم كولو سره به پوهنتون جوړولې شي۔مونږ زيډ ټي اي كمپنۍ له مېډيا پوهنتون كښې د ټېكنالوجي په اړه د انسټالېشن بلنه وركوو۔ده ووئيل په مېډيا كښې هره ورځ جدت راځي او په مېډيا كښې د ټېكنالوجي استعمال سره د هېواد مثبت تشخص او بيانيه ټولې نړۍ ته رسېدلې شي۔ده ووئيل حكومت په هېواد كښې خاص معاشي زونز جوړوي بايد ټوله نړۍ د پاكستان د سرمايه كارۍ ښو پالېسو څخه ګټه پورته كړي۔د ملاقات په مهال د پاكستان ټېلي ويژن ډيجيټل كولو په اړه په پروګرام هم خبرې وشوې۔د زېډ ټي اي چارواكو پي ټي وي ډيجيټل كولو په اړه د تراوسه اقداماتو څخه د اطلاعات وزير خبر كړو۔د زيډ ټي اي وائس پرېزېډنټ ووئيل زيډ ټي اي كمپني په چائنه كښې د ټېكنالوجي فيلډ كښې د 40 ريسرچ سنټرو سره ليډنګ كمپني ده۔

مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں