د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر په مشرۍ كښې د پاكستان پارلماني پلاوې د بېن الپارلماني يونين غونډه كښې ګډون له دوحه ته ورسېد

image

په اولني ځل به پاكستان غونډه كښې د آسيا بحر الكاهل 35 كسيزه پارلماني ډلې مشري كوي
اسلام آباد ۔ 7 اپرېل (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر په مشرۍ كښې د پاكستان پارلماني پلاوې د بېن الپارلماني يونين غونډه كښې ګډون كولو له د قطر پلازمينې دوحه ته رسېدلې دې۔ د ترلاسه شوي پرېس ريليز ترمخه په اولني ځل به پاكستان غونډه كښې د آسيا بحر الكاهل 35 كسيزه پارلماني ډلې مشري كوي۔ د چين په شمول سوئيلي او د سوئيلي ختيځې آسيا مهم هېوادونو سره سره ډله كښې كانادا ٬ آسټرېليا او نيوزي لېنډ شامل دې۔

مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں