د قانون او انصاف وفاقي وزير بېرسټر فروغ نسيم په انټرنېشنل اسلامك پوهنتون كښې د نړيوال كنفرنس پرانستې غونډې ته خطاب او ميډيا سره خبرې

image

اسلام آباد ۔ 27 مارچ(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير بېرسټر فروغ نسيم وئيلي دي د پوځي عدالتونو په موده كښې د پراختيا په اړه مشاورت روان دے۔ په اتلسم بدلون كښې د لا بدلون په كوم وړاندېز غور نه دې روان ۔ د آصف زرداري په شمول په كومه هم مقدمه كښې د حكومت كومه لاس وهنه نشته۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده انټرنېشنل اسلامك پوهنتون كښې د ” پاكستان كښې د قانون تعليمې موقعو او چېلنجز” په سرخط د دوه ورځني نړيوال كنفرنس پرانستې غونډې ته خطاب څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د پوځي عدالتونو موده جنورۍ كښې ختمه شوې وه۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي په دې لړ كښې سياسي ګوندونو سره مشاورت كوي۔ ده ووئيل د اتلسم بدلون په اړه د وفاقي كابينې په غونډه كښې كومه خبره نه كېږي او نه وزيراعظم عمران خان دې ته د بيا كتنې كومه خبره كړې ده۔ ده ووئيل د 1973ء آئین ذوالفقار علی بھټو جوړ كړې ولې د اتلسم بدلون څخه دا څرګندېږي چې قانون كښې ضروري بدلون كېدې شي۔ ده ووئيل نېب قوانین كښې په اصلاحاتو كار روان دے او د اصلاحاتو ترمخه به د ضمانت اختيار ټرائل كورټ ته ترلاسه وي او پلی بارګېن او رضاکارانه تږلاره كښې به د بدلون په شمول نور تراميم كولې شي۔ ده ووئيل د سپريم كورټ په احكاماتو بايد من وعن عمل وكړې شي۔ ده ووئيل حكومت د نېب په كار كښې هېڅ لاس وهنه نه لري۔ د آصف علي زرداري په شمول د چا په مقدمه كښې هم د حكومت هېڅ كردار نشته بياهم د كرپشن په ضد به ټول ممكنه ګامونه پورته كولې شي۔ دې څخه وړاندې كنفرنس ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل تر ټولو مقدس قانون د لوئے څښتن او قرآن دے۔ مونږ لپاره د لوئے څښتن قانون د بنيادي قانون حېثيت لري۔ د قرآن پاک د اولنۍ وحي “اقرا” څخه د تعليم اهميت په ډاګه كېږي۔ ده ووئيل د قانون تعلیم لپاره په ژبه پوهېدل مهم دي۔ ده ووئيل د سپريم كورټ پرېكړه موجود ده چې اردو به سركاري ژبه وي۔ ده ووئيل تر كومې چې قانون كښې جدت نه وي مونږ به وروستو پاتې شوو ۔ ده ووئيل مونږ په قانون او د قانون په سرلوړۍ باور لرو۔ ده ووئيل نېلسن منډېلا وئيلي وو چې تعليم نړۍ بدلولې شي۔ ده ووئيل د ټولنې په بدلون كښې د وكيلانو كردار ډېر مهم وي۔ وكيلانو له په انصاف اډانه ټولنه جوړول وي۔ كنفرنس ته د انټرنېشنل اسلامک پوهنتون رېكټر ډاکټر معصوم یاسین زئی او د لاﺀ ډيپارټمنټ چیئرمین ډاکټر حافظ حفیظ الرحمن هم خطاب وكړو

مضمون کا ماخذ : تھنڈرسٹرک II
متعلقہ مضامین
مزید خبریں