اسلام آباد 25 مارچ (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان سره د خارجه چارو او امنيتي پالېسۍ د اروپائي ائتلاف خاص استازي فيډريكا موګيريني ليدلې دي۔د ګل په ورځ شوي دې ملاقات كښې وزيراعظم ووئيل پاكستان اروپائي ائتلاف او د تولو غړو هېوادونو سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ده په اړيكو كښې پھ پېشرفت د اطمينان څرګندونې سره ووئيل اروپائي ائتلاف د پاكستان لويې تجارتي او د سرمايه كارۍ شراكتدار دې٬د جي اېس پي پلس سكيم نه پس د پاكستان او اروپائي ائتلاف دوه اړخيزه تجارت كښې د زياتوالي هركلے كوو۔وزيراعظم عمران خان د اروپائي ائتلاف نمائنده د اوسني سيمه ايز صورتحال٬افغانستان كښې مصالحتي عمل او د هند سره د تاؤ تريخوالي كمولو كښې د پاكستان مثبت كردار په اړه خبر كړو۔ده په اروپائي ائتلاف زور راوړو چې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف وزرۍ رامخې ته كړي۔وزيراعظم عمران خان د ګډ ګورننس٬كرپشن ختمولو٬غريبۍ ختمولو په اړه د خپل اصلاحاتي ايجنډې جائزه هم وړاندې كړه۔په دې موقع د اروپائي ائتلاف استازي د پلوامه پېښې نه پس په رامخې ته شوې صورتحال كښې د وزيراعظم عمران خان كردار وستائېلو۔اصلاحاتي ايجنډا كښې د اروپائي ائتلاف د اړخه د مرستې باور وركړ