خارجه وزير شاه محمود قرېشي په درې ورځنۍ دوره چين ته روان شو

image

اسلام آباد ۔ 17 مارچ (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي په درې ورځنۍ دوره چين ته روان شوې دې۔ چين ته روانېدو نه وړاندې ميډيا سره خبرو كښې خارجه وزير ووئيل نن زه د چين په سركاري دوره روانېږم۔ چين كښې به زما خپل همڅنګ سره ستراتيجيكي ډائيلاګ كېږي او دا د خارجه وزير په كچه پاك چين ډائيلاګ په اولني ځل كېږي۔ ده ووئيل چين نه يواځې د پاكستان غوره ملګرې هېواد دې بلكې په هر سخت وخت كښې ئې د پاكستان ملګرتيا كړې ده۔ او د چين اوسنۍ پرېكړه د ټولو وړاندې ده۔ ده ووئيل حاجت دې خبرې ته دې چې د راتلونكي وخت لپاره هم مشاورت وكړې شي او په ګډه لائحه وضعه كړې شي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل د چين مشرتابه سره زه ملاقاتونه كوم۔ چین كښې تھنك ټېنك سره به هم رابطه وي او دغلته ميډيا سره به هم خبرې كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں