جدہ ۔7 اګست(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د شورؤ په ورځ په جده كښې د او آئي سي اېګزېکټو کمېټۍ اختتامی غیر معمولی غونډې په موقعه د او آئي سي عمومي سېكتر حسېن براهيم طحه سره ملاقات وكړو۔ د خارجه دفتر لخوا د جاري شوي بيان له دوئي د غزه او مقبوضه كشمير په صورتحال د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ نائب وزیراعظم عمومي سېكتر سره د فلسطيني اولس په روانه نسل كشۍ او په غزه او لوئيديزه غاړه كښې په روان سنګين صورتحال خبرې وكړې۔ دوئي د جنګ بندۍ په فوري حاجت او فلسطيني اولس لپاره د بشري مرستې په رسولو زور راوړو۔ نائب وزیراعظم په منځني ختيز كښې امن په ځايې كولو له د او آئي سي د هڅو ستائنه وكړه او دې اقداماتو لپاره يۍ د پاكستان لخوا د بشپړ ملاتړ څرګندونه وكړه۔ د بيان له مخې نائب وزيراعظم د كشميريانو د خپلواكۍ حق لپاره په جمو و کشمیر د او آئي سي رابطه ګروپ او جموں وكشمير لپاره د خصوصي اېلچي د كردار ستائنه وكړه۔ په ملاقات كښې په اسلاموفوبيا ٬ امتياز سلوك او د مسلمانانو په ضد په روان تشدد د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ نائب وزیراعظم په اسلاموفوبیا د او آئي سي د عمومي سېكتر د خصوصي اېلچي تقرري هم وستائله او هيله يۍ څرګنده كړه چې خصوصی ایلچی به د دې مهمې مسئلې حل كولو مشن مهم مخ په وړاندې بيايي۔