نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د برتانيې ليبر پارټي لارښود سركيئر سټارمر له په پارلماني ټاكنو كښې په كاميابۍ مباركي وركړه

image

اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د برتانيې ليبر پارټي لارښود سر كيئر سټارمر له په پارلماني ټاكنو كښې په تاريخي كاميابۍ مباركي وركړې ده۔ نائب وزيراعظم د جمعې په ورځ په سوشل ميډيا پليټ فارم ايكس خپل پيغام كښې ووئيل په برتانيه كښې په پارلماني ټاكنو كښې په تاريخي كاميابۍ د ليبر پارټۍ لارښود كيئر سټارمر له مباركي وركوم۔ده ووئيل پاكستان او برتانيه شريك تاريخ او اولس ترمينځه ژور او په پراخه بنيادونو اړيكې لري ۔ نائب وزيراعظم د دې باور څرګندونه وكړه چې سر كيئر سټارمر دور حكومت كښې به د پاكستان او برتانيې ترمينځه دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكم شي او دواړه هېوادونه به په ګډه نړيوال امن، سوكالۍ او پرمختګ له كار وكړي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں