د قامي اسمبلۍ سپيكر د پارلماني فرېنډشپ ګروپس د کنويئنرز د تقررۍ منظوري وركړه

image

اسلام آباد 04 جولائي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پاكستان په 16مې قامي اسمبلۍ كښې د پارلماني فرېنډشپ ګروپس د کنويئنرز د تقررۍ منظوري وركړې چې مقصد ئې د ټولې نړۍ پارلمانونو سره پارلماني سفارتكارۍ او دوه اړخيزه اړيكو ته لا وده وركول دي۔ د قامي اسمبلۍ سيکرټريټ له مخې سپيکر سردار اياز صادق په دې لړ كښې نامو له حتمي شكل وركولو سره په ايوان كښې موجود ټولو سياسي ګوندونو ته په يو ډول موقعې وركولو زور رواړې ۔ ده ووئيل چې دا ګروپس به نړيوالو پارلمانونو سره دوه اړخيزه اړيكو او همكارۍ ته په وده وركولو كښې اهم كردار ترسره كوي چې ورسره به په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې دائره كار زيات كړې شي۔ سپيکر ووئيل د پارلماني فرينډ شپ ګروپس ټول کنوينرز چې په منطقه كښې او د دې نه بهر نورو هېوادونو سره سفارتي٬ تجارتي او اقتصادي اړيكې قوي او فعاله كولو په ضرورت زور رواړي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں