اسلام آباد 03 جولائی (اے پي پي) د منصوبه بندۍ ،پرمختګ او اصلاحات وفاقی وزیر احسن اقبال وئيلي دي د پاکستان او امریکا 76 كلنه ملګرتيا په هر مشکل وخت كښې برقرار پاتې شوي ، سرد جنګ او ترهه ګرۍ په ضد جنګ په مهال دواړو هېوادونو د شريك اتحاد تاریخی مثال جوړ كړې، بيلو پیشو سره تړون لرونكې 10 لکهه پاکستانیان په امریکا كښې آباد دي۔د دې خیالاتو خرګندونه ده د امریکې د آزادۍ ورځ په لړ كښې د امریکې سفارتخانه كښې ستورې ته وينا كښې وكړه۔ احسن اقبال ووئيل منګلا او تربیلا ډیم په شان لوئ پراجیکټس جوړول د امریکا په مسرته ممكن شوي۔ده ووئيل بيلو پیشو سره تړون لرونكې 10 لکهه پاکستانیان په امریکا كښې آباد دي۔د ټولې نړۍ څخه فل برائټ اسکالرشپ ترمخه تعلیم ترلاسه كونكو كښې تر ټولو زياته شميره د پاکستانیانو ده۔ ما ته د پنسلوانیا مشهور وارټن سکول كښې 1984 نه تر 1986 د لوستو موقع ترلاسه شوي۔ده ووئيل ما امريكا كتلې ده چې څه ډول د امریکا پوهنتونونه د هېواد معاشی پرمختګ كښې کردار ترسره كوي۔كال 2013 كښې امریکا پاکستان نالج کوریډور پيل شوې ؤ۔راتلونكو لسو كلونو كښې به اعلیٰ امریکائي پوهنتونونو كښې 10 زره پاکستانی زدكونكې د پی ایچ ډی تعلیم ترلاسه كړي۔احسن اقبال ووئيل كال 2023 كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت 12 بلین ډالره څخه زيات شوې ؤ۔شريك تجارت زياتولو لپاره دواړو هېوادونو ترميځه د رايو اتفاق شوې۔تجارت او سرمایه کاری، توان ، د ترهه ګرۍ مخنيوې، تعلیم، آئی ټی او دفاع په څانګو كښې د دوه اړخيزه ډائیلاګ میکنزم جوړ شوې۔ده ووئيل كال 2022 سېلاب په مهال په مرسته د امريكا مننه كوو ۔ 1960 په لسيزه كښې زراعت په څانګه كښې سبز انقلاب پاکستان كښې مهم پرمختګ باوري شوې۔ غذائی تحفظ او ماحولیاتی بدلونونو منفی اثرات څخه تحفظ باوري كولو لپاره مونږ له سبز انقلاب 2.0 ته اړتيا ده۔