د سېنېټ غونډه٬غړو په باجوړ كښې د ترهه ګرۍ د پېښې غندنه٬په باجوړ كښې بې ګناه كسان شهيدان شويككړ كسان دې انجام ته ورسولې شي۔د غړو د خيالاتو څرګندونه

image

اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي)د سېنېټ غړو په باجوړ كښې د ترهه ګرۍ د پېښې غندنه كولو سره وئېلي دي چې په باجوړ كښې بې ګناه كسان شهيدان شوي٬ذمه وار دې خپل انجام ته ورسولې شي٬د باجوړ پیښې شهيدانو كورنيو او ژوبل شويو له معاوضه وركول پكار ده۔د شورو په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د باجوړ په پیښه په بحث كښې برخه اخستلو سره د جمعيت علماﺀ اسلام(ف)سېنېټر مولانا عبدالغفور حېدري وئېلي دي چې باجوړ كښې د ترهه ګرۍ پیښه د غندنې وړ ده چې پكښې بې ګناه كسان شهيدان شوي۔ده ووئيل چې زمونږ يوه نظريه ده او د اسلام٬ختم نبوت او د هېواد جغرافيائي پولو دفاع زمونږ د ايمان برخه ده چې كوم عناصر د ترهه ګرۍ په دې پېښه كښې ككړ دي٬د هغوي په اړه دا واضحه شوې چې اسلام٬شريعت او پاكستان د هغوي لپاره كوم اهميت نه لري۔سېنېټر هدايت الله ووئيل چې په سېنېټ كښې نن يوازې د باجوړ پېښې په اړه خبرې كول پكار وې٬د څو لسيزو څخه مونږ قربانۍ وركوو٬د قبائېلي سيمو انضمام په وخت چې كومې وعدې شوې وې هغه پوره شوې نه دي٬ قبائېلي سيمو ته تعليم وركړې شوې نو نن به قبائېلي اولس د ترهه ګرو آسان هدف نه كېدو٬دوحه لوظ نامې كښې تحرير شوې وو چې د افغانستان زمكه به د كومې هم زمكې په ضد نه استعمالېږي خو نن د ترهه ګرۍ پیښې د افغانستان څخه كېږي۔سينېټر سېف الله ابړو وئېلي دي چې په يو بل د تورنو لګولو څخه هېڅ ګټه نشته٬د ترهه ګرۍ په پېښو كښې اضافه تشويشناك ده٬د باجوړ شهيدانو كورنيو او ژوبل شويو لپاره مالي معاوضې اعلان وكړی شي۔سېنېټر فدا محمد ووئيل چې مونږ به تر څو جنازې پورته كوو٬دا لړۍ اوس ودرول پكار دي٬د باجوړ په پېښه د هېواد هر وګړې خفه دې۔په بحث كښې سېنېټر مولانا فيض محمد٬سېنېټر كامران مرتضٰی٬سېنېټر دنيش كمار٬سېنېټر رانا مقبول احمد او سېنېټر سيد وقار مهدي هم برخه واخسته۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں