د بحيره عرب څخه راپورته كړی شوې سمندري طوفان بپر جوائے ساحلي سيمې ته نزدې رارسېدلې دې۔اېن ډي اېم اے

image

اسلام آباد 15جون(اے پی پی)د بحيره عرب څخه راپورته كړی شوې سمندري طوفان بپر جوائے ساحلي سيمې ته رارسېدلې دې٬د طوفان د كيټي بندر څخه فاصله لا كمېدو سره تقريبا 150 كلوميټر پاتې شو۔د نېشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي لخوا د زيارت په ورځ د جاري شوي تفصيلات له مخې بپر جوائے د كراچۍ نه 230 كلوميټر او ټھټه څخه 235 كلوميټر جنوب سمت كښې دې۔د طوفان په كچه د هواګانو رفتار 120 نه تر 140 كلوميټر يو ساعت دې او د دې په مركز كښې 150 كلوميټر د يو ساعت رفتار څخه هواګانې چلېږي٬د كراچۍ پشمول د سندھ او بلوچستان نزدې ساحلي سيمو كښې تېزې سيلۍ او سخت بارانونو په صورت كښې اثرات رامخې ته كېدې شي۔د طوفان سمت به د شمال ختيز پلو وي او نن ماښام د دې د كيټي بندر او بهارتي ګجرات ترمينځه ساحلي سيمه كښې د ټكر كېدو امكان دې

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹرائزڈ لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں