نړۍ له به په دې پوهيدل وي چې د كشمير مسئلې حل كولو نه غير نړۍ كښې امن ممكن نه دې، هند په كشمير كښې د آبادۍ تناسب بدلوي۔مشعال ملك

image

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) حريت رهنما ياسين ملك كوروداني مشعال ملك وئيلي دي چې نړۍ له به په دې پوهيدل وي چې د كشمير مسئلې حل كولو نه غير نړۍ كښې امن ممكن نه دې، هند په كشمير كښې د آبادۍ تناسب بدلوي، د كشميريانو څخه خپله زمكه اخستلې كېږي،كشميريان په مالي توګه كمزورې كړې كېږي۔د بشري حقونو نړيوالي ورځ په موقع خپل يو پيغام كښې دې ووئيل په ټوله نړۍ كښې نن د بشري حقونو نړيوالي ورځ لمانځلې كېږي،نړۍ كښې يوه داسې سيمه هم چرته چې انسانان مېشته دي خو هلته د موجود انسانانو سره د ځناورو په شان سلوك كېږي ، پيلټ ګن د كوم استعمال چې په ځناورو هم منع دې ،هندي عسكرو د اړخه په كشميريانو دغه ګن هم استعمالېږي، ملګري ملتونه په ټوله نړۍ كښې په بشري حقونو زور راوړي ، خو په كشمير كښې د بشري حقونو په خلاف ورزي پخ بشپړه توګه خاموش دې۔مشعال ملك ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د ميرمنو بے حرمتي د هندي عسكرو لپاره د ورځي عمل دې ،مقبوضه كشمير كښې د تيرو څو كلونو راهسې د انسانيت تذليل كېږي۔دې ووئيل په كشمير كښې ګڼ شمير كشميريان شهيدان شوې ، مقبوضه كشمير د نړۍ تر ټولو لوئ زندان جوړ شوې، ګڼ شمير ميرمني كونډي كړې شوي دغسې ماشومان يتيمانان كړې شوي۔دې ووئيل نړۍ له به په دې پوهيدل وي چې د كشمير مسئلې حل كولو نه غير نړۍ كښې امن ممكن نه دې، هند په كشمير كښې د آبادۍ تناسب بدلوي، د كشميريانو څخه خپله زمكه اخستلې كېږي،كشميريان په مالي توګه كمزورې كړې كېږي۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ویب سائٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں