د پاكستان دفاعي پېداوار څانګه د پرمختګ لوي صلاحيت لري۔ د صدر ډاكټر عارف علوي په پاكستان آرډيننس فيكټريز كښې خبرې

image

اسلام آباد 01 دسمبر (اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي د دفاعي پیداور په څانګه كښې د كاركردګۍ او پېداوار اضافې لپاره تحقيق ٬ پرمختګ او د جدت راوستو په ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي د پاكستان دفاعي پېداوار څانګه د پرمختګ لوي صلاحيت لري۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ د پاكستان آرډيننس فيكټريز واه دورې په مهال په خبرو كښې كړې۔صدر مملكت ته د پاكستان دفاعي ضروريات پوره كولو كښې د پاكستان آرډيننس فيكټريز كردار په اړه بريفنګ وركړے شو۔ده ووئيل جديد او رامخې ته شوې ټېكنالوجي خپلولو سره او د بشري وسائلو په استعداد كښې د پرله پسې اضافې څخه د دې صلاحيت څخه استفاده كېدې شي۔صدر مملكت د پاكستان دفاعي ضروريات پوره كولو لپاره د پاكستان آرډيننس فيكټريز كردار وستائېلو۔ده د پاك پوځ او نورو سېكورټي ايجنسيز ضروريات تر سره كولو كښې د فيكټريز كردار ستائنه وكړه ۔صدر مملكت د آرډيننس فيكټريز بېلو برخو دوره وكړه او هغه ته په پېداواري عمل بريفنګ وركړے شو۔ډاكتر عارف علوي د جوړو شوو او په ډسپلے موجودو بېلو دفاعي څېزونو كښې خوښي ولرله

مضمون کا ماخذ : الوہا کلسٹر ادائیگی کرتا ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں