اسلام آباد۔4دسمبر (اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې هغه د سيالكوټ پېښې په اړه د وزيراعظم او د پاكستان حكومت د فوري اقدام ستائنه كوي۔ د خالي په ورځ په يو ټويټ كښې هغه ووئيل د سيالكوټ پېښه په حقيقت كښې غمجنه د افسوس وړ او شرموونکې ده او په هېڅ ډول دا شرعي نه ده ولې چې اسلام هغه دين دے چې په انصاف سره ئې د پرېكړې كولو نظام قائم كړې دې۔