خصوصي وګړي د ټولنې ګټوره وګړو جوړولو لپاره دې تعليم او نوكرو كښې د نورو وګړو برابر او ښه موقعې وركړې شي۔صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د معذوره كسانو نړيوالې ورځ په حقله دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 03دسمبر(اے پی پی)صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د معذوره وګړو خاص خيال ساتلو په حاجت زور راوړولو سره وئېلي دي چې خصوصي وګړي د ټولنې ګټور وګړو جوړولو لپاره دې تعليم او نوكرو كښې د نورو وګړو برابر او ښه موقعې وركړې شي٬د معذوره وګړو په مالي توګه خپلواكه كولو او هغوي په خپلو پښو ودرولو لپاره هنر او تربيې وركولو ته اړتيا ده٬احساس پروګرام كښې 4 لكه خصوصي وګړي رجسټرډ كړې شوي دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د معذوره كسانو نړيوالې ورځ په حقله دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړه د كومې سرخط چې د كورونا وبا نه پس په نړۍ كښې د معذوره كسانو شموليت٬رسنه او كوټلي كولو په حقله قيادت او شراكت ؤ۔صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ووئيل د خصوصي ماشومانو په حقله به مونږ له خپلې ذمه وارۍ پیژندل وي بايد خصوصي ماشومان قامي چوكاټ كښې شامل كړې شي۔ده ووئيل بايد د خصوصي وګړو په چارو په ټولنه كښې خبرې اترې وشي۔د ټولنې ذمه واري ده چې د هغوي لپاره خصوصي هڅې كولو سره هغوي له آسانۍ وركړي۔ده ووئيل په نړۍ كښې 10 نه تر 12 فيصد كسان خصوصي وګړي دي۔ده ووئيل بازارونو او اولسي ځايونو معذورانو لپاره د ريمپ او نورې آسانۍ وركړې شي۔اوس به په هره ودانۍ كښې ريمپ جوړولې شي۔صدر مملكت ووئيل كوم خصوصي وګړي چې تعليم نشي ترلاسه كولې هغوي له به تربيه وركولې شي۔بايد استاذان له د خصوصي ماشومانو تعليم په حقله تربيه وركړې شي۔په هر سكول كښې د خصوصي ماشومانو لپاره استاذ پكار دے۔ده ووئيل دغسې خصوصي وګړو له د ملازمت موقعې هم وركړی شي۔صدر مملكت ووئيل د سټېټ بانك ګورنر د خصوصي وګړو لپاره خاص اقدامات كړي په بانكونو كښې هغوي لپاره ريمپ جوړ كړې شوي او خصوصي كاؤنټرې هم جوړې شوې دي۔ده ووئيل احساس پروګرام كښې 4 لكه خصوصي وګړي رجسټرډ كړې شوي او هغوي له د د مياشتې 2 زره روپۍ وظيفه وركړې كېږي٬ معذوره وګړي په خپلو پښو ودرولو او هغوي د ټولنې ګټور وګړي جوړول زمونږ ذمه واري ده

مضمون کا ماخذ : estratégias para lotomania
متعلقہ مضامین
مزید خبریں