د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د نېشنل ايكشن پلان د اعلٰی كچ كمېټۍ غونډه٬د نېشنل ايكشن پلان په بېلو برخو تراوسه د شوي پېشرفت جاج واخستلے شو

image

اسلام آباد 09ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان د هېواد سلامتيا باوري كولو لپاره د وسله والو ځواكونو٬پوليس٬استخباراتي ايجنسو او نور قانون نافذ كوونكو ادارو قربانيو ته پیرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي د نظرثاني شوي قامي ايكشن پلان ترمخه د لنډې مودې٬مينځنۍ او اوږد مهاله اهدافو سر كولو لپاره كوټلو ګامونو او رابطو زياتولو ته اړتيا ده۔د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د قامي ايكشن پلان د اعلٰی كچ كمېټۍ غونډه د زيارت په ورځ وشوه۔په غونډه كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬د دفاع وزير پروېز خټك٬د كورنيو چارو وزير شېخ رشيد٬د اطلاعاتاو خپرونو وزير چوهدري فواد حسېن٬سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه٬د آئي اېس آئي ډي جي٬د قامي سلامتيا صلاحكار٬د څلورو واړو صوبو او ګلګت بلتستان اعلٰی وزيرانو٬د آزاد كشمير وزيراعظم ٬وفاقي سېكرټريز٬چيف سېكرټريز٬آئي جي او اعلٰی سول او پوځي چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د قامي ايكشن پلان په بېلو برخو تراوسه د شوي پېشرفت جاج واخستلے شو۔كمېټۍ د ګاونډي هېواد افغانستان په صورتحال او په هېواد د هغې د ممكنه اثراتو پشمول په نور پېشرفت هم غور وكړو۔كمېټۍ د نظرثاني شوې قامي ايكشن پلان د لنډې مودې او د اوږدمهاله د اهدافو جاج واخستلو ٬ دغسېد ټولو ډلو پشمول د وفاق٬صوبو او قانون نافذ كوونكو ادارو د ذمه وارو هم جاج واخستلے شو۔په دې موقع پريكړه وشوه چې د هر هدف د بنيادي كاركردګۍ اشاريې دې متعين كړې شي دغسې چې په ټاكلي شوي وخت كښې ټول اهداف سر كړے شي٬په غونډه كښې پريكړه وكړې شوه چې سائبر سېكورټي٬عدالتي او سول اصلاحات٬ د قانون نافذ كوونكو ادارو د كار استعداد زياتولو ٬ د تشدد او انتهاخوښۍ مخ نيوي او د امنيت نورو چېلنجونو مخ نيوي لپاره دې په بېلو اقداماتو په تندۍ سره عملدرآمد وكړے شي۔د نړيوالې سلامتيا مسئلو په اړه د اطلاعات په وخت باوري كولو په اړهد نېشنل كرائسز٬انفارمېشن منيجمنټ سېل جوړولو پريكړه وكړې شوه٬د كومې مشري به چې د كورنيو چارو وزارت او د اطلاعات وزارت كوي۔د غونډې په مهال سي پېك او په هېواد كښې په نورو پروژو د كار كوونكو او په خاص توګه د چينائي وګړو امنيت باوري كولو لپاره د بېلو اقداماتو هم جاج واخستلے شو۔په دې موقع وزيراعظم عمران خان ووئيل د ترهه ګرۍ لعنت په ضد جنګ كښې قام لويې قرباني وركړې۔ دغسې وزيراعظمد هېواد سلامتيا باوري كولو لپاره د وسله والو ځواكونو٬پوليس٬استخباراتي ايجنسو او د نورو قانون نافذ كوونكو ادارو قربانيو ته پیرزوئنې وړاندې كړې

مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال
متعلقہ مضامین
مزید خبریں