د پاکستان او قزاخستان پوځي مشق “دوستريم III” پېل شو

image

پېنډي 25 اګست (اے پي پي) د پاکستان او قزاخستان مشتركه پوځي مشق “دوستريم III” پېل شوے ۔د مشترکه پوځي مشق پرانستې دستوره د شورو په ورځ د ترهګرۍ مخنيوي په قامي مركز (اېن سي ټي سي) پبي كښې شوې٬ د دې مشق مقصد د دواړو ځواكونو ترمېنځه د ترهګرۍ مخنيوي په څانګه كښې مرستې ته وده وركول دي۔ د آئي اېس پي ار له مخې د دواړو هېوادونو خاص فورسز د يرغمالو شوو په رېسكيو كولو ٬ د كمپائنډ كليئرنس٬ هېلي رېپلنګ او كلوز كواټر بېټل (سي کيو بي) مشقونو او طريقه كار كښې برخه اخلي٬ دا مشق د كوټلې همكارۍ٬ شريكې مرستې٬ په سمدستي توګه د فېصله سازۍ لائحه عملاو په تندۍ سره اقدماتو پلو پام لرنه كوي ٬ د پرانستې په دستوره كښې د دواړو هېوادونو ملي سرودونه غږولي شوي۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو پوځي افسران موجود وو٬ مشترکه مشق د دواړو ځواكونو ترمېنځه د دوه كلن مشق طريقه كار په توګه كېږي٬ وړومبې مشتركه مشق په كال 2017 كښې په پاكستان او دوېم مشن په كال 2019م كښې په قزاخستان كښې شوے ٶ

مضمون کا ماخذ : سپرمین: فلم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں