ترهه ګرۍ كښې ككړ د ټي ټي پي ډير غړي مطلوب دي،هغوي بې ګناه وګړي په نخښه كړي، د هغوي ختمولو له هڅي كوو، د خارجه وزير شاہ محمود قریشی پرېس کنفرنس ته وينا

image
APP42-230821 ISLAMABAD: August 23 – Foreign Minister Shah Mahmood Qureshi addresses press conference at Foreign Office. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 23 اګست (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشي وئيلي دي ترهه ګرۍ كښې ككړ د ټي ټي پي ډير غړي مطلوب دي، هغوي بې ګناه وګړي په نخښه كړي، د هغوي ختمولو له هڅي كوو۔ پاکستان د افغان اولس ښه والے غواړي۔طالبانو واضحه كړې چې د افغانستان خاوره به د كوم بل هېواد په ضد ونه كارولې شي ،طالبانو د اړخه رامخي ته شوے دا بيان د ډاډ وړ دے۔نوے ډيلے دې پخوانې سوچ (سپائیلر) پرېدې او د امن سوچ دې خپل كړي، هند له به د پخوا رويه پرېښودل وي۔خواهش لرو چې پنچ شیر كښې حالات خراب نشي ٬ دا د افغان قیادت امتحان دے ۔افغانستان كښې امن نه به د هند پشمول ټوله سيمه استفاده وكړي۔امریکې سره ښې اړيكي لرو،زمونږ يو مقصد دے ۔پاکستان د کابل څخه غير ملكي سفارتکارو ،نړيوال تنظیمونو،آئی این جی اوز او میډیا کارمندانو وېستلو كښې مهم كردار ترسره كړے ،28 هېوادونو وګړي زمونږ د آسانيو څخه مستفید شوي، نړۍ د پاکستان دا كردار ستائلے ۔ د ګل په ورځ خارجه وزارت كښې خارجه سیکرټری سهیل محمود سره خبري کنفرنس ته وينا كشې خارجه وزير ووئيل په تيرو 24 ساعتو كښې زما د ځيني خارجه وزيرانو سره خبري شوي۔ زما د المان ،کوریا، چین، هالینډ،،ډنمارك،ترکیې،برتانيې ،روس،سویډن خارجه وزيرانو پشمول د او آئی سي سیکرټری جنرل او اروپائي ائتلاف خارجه چارو مشر جوزف بوریل سره هم خبرې شوي او هغوي مو د صورتحال په اړه بريف كړې۔ (نن) د نهي په ورځ په جدہ كښې د افغانستان په اړه د او آئي سي ایګزیکټو کمېتۍ بيړنۍ غونډه رابللي۔ ده ووئيل زما نن د سعودي خارجه وزير سره هم خبرې شوي، د سعودی خارجه وزير کابل څخه د خپلي سفارتی عملې پاکستان ته د منتقل كولو په اړه خبره كړې ۔ ده ووئېل پاکستان به په دې لړ كښې بشپړه مرسته كوي۔دې نه ځانله پاکستان کابل كښې د ستنيدو په طمعه د بيلو هېوادونو سفارتی عملې، نړيوالو ادارو اهلکارو او میډیا نمائندګانو د ستنيدو لپاره هر ممكن مرسته كوي،زمونږ دغه هڅي په نړيواله كچه ستائلې كيږي دغسې كابل كښې زمونږ سفارت خانه پرله پسي د وګړو مرسته كوي۔ ده ووئېل زمونږ ایمبیسی ویزي جاري كوي او پاکستان ته په راتګ ویزہ سهولت هم وركړے كيږي۔ ده ووئېل مونږ د خلقو ستنيدو لپاره آپریشن سیل جوړ كړے كوم چې د 16 آګست راهسې آپریشنل دے،په دې سيل كښې خارجه وزارت ،د كورنيو چارو وزارت ، اېف آئی اے، اسلام آباد پولیس پشمول اړوندو ادارو نمایندګان شته۔ مونږ په خارجه وزارت كښې کرائسس مینجمنټ یونټ هم جوړ كرے كوم چې شپه ورځ كار كوي۔ خارجه وزير ووئيل پاکستان، کابل څخه د بيلو هېوادونو 3234 وګړي په حفاظت سره راوېستلي-چې پكښې 333 وګړي د پاکستان شهریت لري۔ زمونږه د آسانيو څخه د 28 هېوادونو وكړي مستفید كيږي۔ خارجه وزير ووئيل نن د نهي په ورځ تاجکستان، ازبکستان ترکمانستان او ایران ته په دوره ځم دغسې د چين د خارجه وزير سره زما تفصیلی خبرې شوي۔ده ووئېل زما د دورې مقصد د افغانستان په موجودہ صورتحال او د پېښو چیلنجونو مخنيوي لپاره متفقه تګلاره جوړول دي، په دې كښې د کورونا صورتحال، بارډر سیکورټي ، د كډوالو راتللو په شان چیلنجونه هم شامل دي۔۔ خارجه وزير ووئيل افغانستان كښې امن يوه شريكه ذمه واري ده او دې لپاره مونږ غواړو چې د مشاورت نه پس متفقه تګلاره جوړه شي۔ مونږ نړيوالي ورورولۍ له باور وركوو چې پاکستان يو ذمه وار هېواد دے او د ټولو غير ملكيانو به تحفظ كولې شي۔د يوې پوښتني په ځواب ده ووئيل افغان طالبانو واضحه كړې چې د افغانستان خاروه به د كوم بل هېواد په ضد ونه كارولې شې۔ټي ټي پي د پاکستان په ضد د افعانستان خاوره استعمال کړې۔ خارجه وزير ووئيل ترهه ګرۍ كښې ككړ د ټي ټي پي زيات وګړي مونږ ته مطلوب دي،هغوي بې ګناه وګړي په نخښه كړي

مضمون کا ماخذ : ڈریگن اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں