اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي ټولنه كښې امن٬انصاف او روادارۍ لپاره د مذهبونو ترمينځه همغږۍ ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړولو سره وئېلي دي چې وزيراعظم عمران خان پاكستان اسلامي فلاحي رياست جوړولو له هڅه كوي٬چرته به چې اقليتونو سره مثالي ښه سلوك كولې شي۔ده د نهې په ورځ د قامي مذهبونو امن كنفرنس ګډون كونكو ته خطاب كولو۔د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري هم پھ دې موقع وېنا وكړه۔اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل چې د مذهبونو ترمينځه همغږي پېدا كول د وخت ضرورت دې٬پھ دې اړه شوې هڅې د ستائنې وړ دي۔ده ووئيل چې اسلامي تاريخ انصاف٬ روادارۍ او د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ مثالونو څخه ډك دي٬دين اسلام د پرامن ټولنې ودې تلقين كوي۔ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان حكومت جوړولو په مهال وئېلي وو چې نړۍ ته به ښائم چې اقليتونو سره څنګه سلوك كولې شي٬دا يوه عظيم وعده ده او زه دې ته لويې اهميت وركوم۔ده ووئيل چې پاكستان 35 لكه افغان كډوالو ته پناه وركړې خو تر ننه مونږ د هغوي په ضد كوم غږ نه دې پورته كړې٬ پھ دې لړ كښې بل پلو ته كه وكتلې شي نو مونږ ته د رحمدلۍ٬يو والي او د انسانيت درس راكونكي لوېديز خپلو كډوال راتلو څخه منع كړي او د هغوي ځپلي حالت ليدلو باوجود ئې د هغوي لپاره ديوالونه ووهل٬دا طرز عمل د انسانيت لپاره افسوس ناك دي۔اولس مشر ووئيل چې زه پھ دې كنفرنس كولو ډېر خوشحاله شوې يم٬ ده ووئيل زمونږ په اسلامي ټولنه كښې د انصاف٬مساوات او د روادارۍ ستر مثالونه دي نن د هغې پيروي كولو سره په ټولنه كښې د مذهبونو ترمينځه امن او همغږۍ ته د ودې وركولو ضرورت دې۔پھ دې موقع وفاقي وزير پيرنورالحق قادري ووئيل چې اسلام د امن مذهب دې او د امن ودې لپاره چې كومه هم هڅه وكړې شي٬هغه ستائېل پكار دي۔ده ووئيل د علماﺀ او مشائح كار خلك يو بل ته رانزدې كول او خپل مينځ كښې د مينې رابطې زياتول دي۔وفاقي وزير ووئيل د پاكستان آئين او قانون د اقليتونو د حقونو د تحفظ ذمه وار دې۔