خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د آئيوري كوسټ خارجه وزير مارسل آمون تاانو وليدل

image

اسلام آباد 24 ستمبر (اے پی پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 74مې غونډې په موقع د آئيوري كوسټ خارجه وزير مارسل آمون تاانو ليدلې دي۔د ملاقات په مهال په مقبوضه جمو او كشمير كښې د روانو بشري حقونو سنګينو خلاف ورزيو پشمول د دوه اړخيزه شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔په دې موقع په خپلو خبرو كښې شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان د آئيوري كوسټ پشمول نورو افريقائي هېوادونو سره پخوانۍ اړيكې لري۔ده ووئيل پاكستانو ځواكونو د افريقې هېوادونو جنګ ځپليو سيمو وګرو ژوند معمول ته راوستو لپاره د ملګرو ملتونو بېلو”امن مشنز”كښې خذمات ترسره كړي۔ده ووئيل د مقبوضه جمو او كشمير اندېښمن صورتحال او د هند لخوا پورته كړو يو اړخيزه غېر قانوني اقداماتو په سبب د منطقې امن او امان ته سختې خطرې رامخې ته شوي۔شاه محمود قرېشي ووئيل د كشمير مسئله پخوانۍ مسئلو كښې شامله ده كومه چې د څو لسيزو راهيسې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په ايجنډا پرته ده۔ده ووئيل مونږ هيله لرو چې آئيوري كوسټ به د سلامتي كونسل د غړي په حېث په مقبوضه جمو او كشمير كښې روان ظلم بندولو او د كشمير مسئلې په اړه د ملګرو ملتونو په قراردادونو عملدرآمد باوري كولو لپاره خپل بشپړه كردار ادا كړي۔دواړو خارجه وزيران په منطقه كښې د امن او استحكام لپاره د شريك مشاورت روانه ساتلو ته هم سلا شوي دي

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کا انعام
متعلقہ مضامین
مزید خبریں