د وزيراعظم د چين دورې په مهال به چين سره د آزاد تجارت دوېم پړاٶ ته حتمي شكل وركولې شي

image

اسلام آباد 16 اپرېل (اے پي پي) د وزیراعظم د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد وئيلي دي چې چین سره د آزاد تجارت لوظنامې دوېم پړاٶ ټولو نكاتو ته حتمي شامل وركړې شوې دې٬ د وزيراعظم د چين دورې په مهال به چين سره د آزاد تجارت دوېم پړاٶ ته حتمي شكل وركولې شي٬ دوېم پړاٶ ته د حتمي شكل وركولو په نتيجه كښې به د پاكستان برآمدات كښې په كلنه توګه د دوه اربه ډالرو اضافه وشي۔ انډونيزيا سره د ترجيحي تجارتي لوطنامې له مخې په نورو 20 څيزونو ټېرف او منډۍ ته د رسنې آسانۍ ترلاسه شوي٬ دې سره به د پاكستان په برآمداتو كښې اضافه وشي او د زرمبادله په پانګو به هم ښه آغيز وشي۔ د وزیراعظم د تجارت سلاحكار عبد الرزاق داؤد دا خبرې تجارت لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ ته د بريفنګ په مهال وكړې۔ د قائمه كمېټۍ غونډه د نهې په ورځ د سيد نويد قمر په مشرۍ كښې په پارلمان كښې وشوه۔ په دې موقع د وزیراعظم د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد، د تجارت سېکتر سردار احمد نواز سکھیرا، د كمېټۍ غړي٬ د تجارت وزارت او د ماتحت ذيلي ادارو چارواكو په غونډه كښې ګډون وكړٶ۔ په غونډه كښې چين سره د آزاد تجارت د لوظنامې او په درامداتو كښې د كمي او د برآمداتو زياتولو د چارو تففصيلي جاج واخستې شو۔ كمېټۍ ته د بريفنګ په مهال عبدالرزاق داؤد ووئيل د آزاد تجارت د دوېم پړاٶ له مخې 313 څيزونو كښې په ټېرف آسانۍ ترلاسه شوې دي او ماركيټ ته د رسنې آسانۍ هم ترلاسه شوې دي٬ دا آسانۍ د دې نه وړاندې آسيان هېوادونو ته وركړې شوې وې او د پاكستان دا غوښتنه وه چې پاكستان ته دې هم د څيزونو په ټېرف لائن كښې آسانۍ وركړې شي۔ ده ووئيل دا مهم پېشرفت دے۔ ده ووئيل پاكستان ته د يو ارب ماليت ماركيټ ته رسنه د وړاندې نه ترلاسه وه نورو آسانيو ترلاسه كېدو سره به د پاكستان چين ته د ويريژو٬ چيني٬ ټېكسټائيل او نورو مصنوعاتو په برآمد كښې اضافه وشي۔ عبد الرزاق ووئيل انډونیزيا سره د تجارت ترجيحي لوظنامه مخكښې شوې ده او پاكستان ته په نورو 20 څيزونو ټېرف او ماركيټ ته د رسنې آسانۍ ترلاسه شوې دي چې ورسره به اوس پاكستان انډونيزيا ته كېنو ٬ آلو٬ شپتالو او نورې مېوې او سبزۍ برآمد كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د چين او

مضمون کا ماخذ : aplicativos de apostas loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں