وزیراعظم عمران خان د کاروباری ورورولۍ لارښودو سره خبرې

image
APP46-04 ISLAMABAD: March 04 - Prime Minister Imran Khan meeting with representatives of investors' and business community at PM's Office. APP

اسلام آباد 04 مارچ (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان تجارت او سرمایه کارې د خارجه پالیسۍ مهم ستن ګرځولو سره وئيلي دي د اقتدار وړومبنو 6 مياشتو په مهال د معاشی استحکام په چیلنج قابو موندلو نه پس اوس معاشی نمو ودې پلو پام لرنه كوو، د هېواد د معیشت په اړه نړيواله ورورولي مثبت جذبات لري د كومې څخه چې استفادې كولو ته اړتيا ده۔ ده دا خبره د ګل پھ ورځ کاروباری ورورولۍ لارښودو سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔ ملاقات کوونكو كښې د سمندر پورې غاړه انویسټر چیمبر صدر شازیه سید، د پاکستان بزنس کونسل چئیرمېن سیّد یاور علی، د پاکستان سټاك ایکسچینج مینجنګ ډائریکټر رچرډ مورن، د پاکستان سټاك ایکسچینج چیئرمېن سلیمان مهدی، د سی سی آئی صدر جنید اسمعیل مکدا، د لاهور چیمبر صدر الماس حیدر، د ایپټما چئیرمېن سیّد علی احسن، د ایف پی سی سی آئی صدر انجینئر ډارو خان اچکزئی، د سیالکوټ چیمبر صدر خواجه مسعود اختر او پاکستان بانك ایسوسی ایشن نمائنده شامل ؤ۔ وزیراعظم ووئيل حکومت ټیکس نه وركوونكې ټيكس وركولو پلو راغب کولو او او غیر رسمی څانګې دستاویزی معیشت كښې د شاملولو ډاډګيرنې له په جامع منصوبه كار كوي۔ وزیر اعظم کاروبارې شخصیاتو له خپل تجاویز او سفارشات د وړاندې كولو بلنه وركړه۔ کاروباری لارښودو د حکومت په پالیسیو او کاروبار كښې اسانۍ پيدا كولو په اړه په اقدامات د باور څرګندونه وكړه۔ او آئی سی سی آئی صدر وزیر اعظم د نړيوال سرمایه کارۍ کنفرنس منصوبو په اړه خبر كړو د كومو سره به چې د نړيوالې ورورولۍ پھ وړاندې د پاکستان اقتصادی صلاحیت رامخې ته شي۔ په دې موقع د خزانې وزیرِ اسد عمر، د منصوبه بندۍ وزير مخدوم خسرو بختیار، د توان وزیرِ عمر ایوب خان، د وزیراعظم سلاحكار عبدالرزاق داؤد، ډاکټر عشرت حسېن، د بورډ آف انویسټمنټ چئیرمېن هارون شریف هم ملاقات كښې موجود وؤ

مضمون کا ماخذ : loteria instantânea
متعلقہ مضامین
مزید خبریں