اسلام آباد ۔17فروری(اے پی پی) د سعودي ولي عهد د پاكستان په دوه و??ځن?? دوره د اتوار په ماسخوتن نزدې په اته بجې د نور خان هوائي مېدان ته راورسېد٬ وزيراعظ?? عمران خان د ولي عهد تود هركلې وكړو٬د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه پشمول عسكري قيادت هم په دې موقع موجود ٶ٬د سعودي ولي عهد خ??ص الوتكې (كنګ ډم آف سعودي عريبيه) ماسخوتن په ا??وه بجے او 51 دقيقې د نور خان په ا??ئر بېس لېنډ وكړو۔ د نجي ټي وي راپور له مخې د سعودي عرب ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د اتوار په ورځ په لس دقيقي كم اته بجې په نور خان ايئر بېس لېنډ كولو سره پاكستان ته رارسېدلې۔ ولي عهد ته وزيراعظم تود هركلې ووې۔ په دې موقع په روايتي لباس كښې ماشومانو شهزاده محمد بن سلمان ته د ګلونو ډالۍ وړاندې كړې۔ ولي عهد وزيراعظ?? عمران خان سره لاٶنج ته لاړو۔ د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره د سعودي د شاهی خاندان شخصيات٬ سينئر وزيران٬ سرمايه كار ٬ د سعودي كمپنو لوړ پوري او نور مهم شخصيات هم پاكستان ته راغلي۔ د دې نه پس شهزاده محمد بن سلمان وزیراعظ?? عمران خان سره وزیراعظم هاؤس ته روان شو۔ دې نه وړاندې كله چې د ولي عهد خ??ص الوتكه د پاكستان حدودو ته داخل شوه نو د پاكستان د هوائي ځواك جنګي الوتكو چې پكښې اېف 16 او معراج الوتكې شامل وې خپل حفاظتي حصار كښې اخستو سره د نور خان اېئر بېس ته راورسوله۔