د اولس مشر عارف علوي پاكستان نرسنګ اينډ ميډوائفري كنفرنس ته خطاب

image

اسلام آباد 08 جنوري (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي صحت څانګې ته حكومت پام لرنه كوي ٬د صحت منده او تعليم يافته ټولنې سره به د ښه پاكستان تعمير ممكن شي۔ده دا خبره د نهې پھ ورځ پاكستان نرسنګ اينډ ميډوائفري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل د صحت څانګه د حكومت په ترجيحاتو كښې شامل ده٬په دې لړ كښې د مډوائفري څانګه زيات اهميت لري٬د دې څانګې د كار استعداد زياتولو او د ناروغيو څخه بچ كېدو لپاره به خبرتيا پیدا كول وي۔اولس مشر كال 2019 د نرسنګ كال ګرځولو سره ووئيل خبرتيا پیدا كولو سره د صحت تر آسانيو رسنه كښې ښه والې راتللې شي۔ده وئيل صحت ته ودې وركولو له عذائيت ته پام لرنه كول غواړي ۔اولس مشر د پاكستان چېپټر آف نرسنګ اعلان كولو سره ووئيل په دوو كلونو كښې به د نرسنګ په څانګه كښې د كار كوونكو شمېره يو په دوه كولې شي۔اولس مشر عرف علوي ووئيل د نرسنګ پوهنتون جوړېدو سره به د كال 25 زره كسانو ته تربيه وركولې شي۔ده ووئيل د نرسنګ ډپلومه په ځاې به د نرسنګ ډګري جاري كولې شي او نرسانې دې دغسې د خذمت او همدردۍ جذبه ژوندۍ وساتي۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لائیو ڈرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں