د عمران خان په مشرې كښې هېواد په سم پلو روان شوے۔ عمر ايوب خان

image

هري پور 03 دسمبر(اے پي پي) د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې هېواد په سم پلو روان شوے٬ په وړومبي ځل كوم حكومت د اولس ګټې په نظر كښې ساتلو سره پالېسې جوړې كړې دي۔ په غازي كښې تېر ماښام خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وفاقي وزير ووئيل چې په دې وخت كښې مونږ د ګرځينده قرض لوئې ستونزې سره مخ يو كومه چې د 1300 اربه روپې لوړې كچې ته رسېدلې ده۔ د پېسكو سږ كال د 65 اربه روپې زيان اندازه ده۔ پېسكو هر مياشت د څلور نه تر پنځه اربه روپې زيان كوي۔ ده ووئيل چې د افسوس سره وئيل كېږي چې د پېښور په شا او خوا سيمو٬ بنو او ډېره اسماعيل خان كښې د كنډې لګولو او لائن لاسز له امله د 90 نه تر 98 فيصده زيان كېږي۔ په دې لړ كښې به په منظم او موثر ډول ډېره زر كارروائې پېل كړې شي۔ ده ووئيل چې اولس مشر او د خېبر پښتونخوا وزيراعلٰي سره ئې ملاقاتونه شوي دي۔ تر ټولو اول به په محكمه كښې د هغو كسانو په ضد سخته كارروائي كولې شي كوم چې د كنډې لګولو د كلتور پھ وده كښې مرسته كوي او دې سره سره به د برېښنا د غلو په ضد كارروائي هم كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : راکی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں