د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د كراچۍ په پوهنتون كښې د كېميكل او بيالوجيكل سائنسز په نړيوال سنټر كښې سباؤن لپاره د قدرتي مصنوعاتو په موضوع د دوهم نړيوال سمپوزيم پرانستې دستورې ته وېنا

image
APP23-04 KARACHI: November 04 - President Dr. Arif Alvi addressing the gathering at the 2nd International Symposium On Natural Products At International Center For Chemicals and Biological Sciences, ICCBS at Karachi University. APP

كراچي 04 نومبر (اے پي پي﴾ اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي چې ډېر زر به پاكستان د تحقيق په څانګه كښې د وړومبو هېوادونو په نقشه كښې شامل شي٬انسانيت لپاره د خوراك٬داروګانو او د ونو په څانګه كښې په ځايې كچه د تحقيق ضرورت دې٬د رنځورو د ګران علاج څخه بچ كېدو لپاره تحقيق او په دې څانګه كښې د ضروري اقداماتو كولو ضرورت دې۔ده دا خبرې د اتوار په ورځ د كراچۍ په پوهنتون كښې د كېميكل او بيالوجيكل سائنسز په نړيوال سنټر كښې سباؤن لپاره د قدرتي مصنوعاتو په موضوع د دوهم نړيوال سمپوزيم پرانستې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔په دستوره كښې د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي٬د لوړو زده كړو كميسون پخواني چيئرمېن ډاكټر عطاﺀ الرحمان او نورو هم ګډون وكړو۔اولس مشر ووئيل چې بايد د كركيلې په څانګه كښې د اوبو د تحفظ په تكنيك هم تحقيق وكړې شي۔اولس مشر ووئيل چې نوې پاكستان كومو خاص خلكو لپاره نه دې بلكې دا د هر چا لپاره دې او د هر يو وګړي خېرښېګړه د حكومت مشن دې۔اولس مشر په ماشومانو كښې د خوراك كمي او ناروغيو په اړه په خبرونو اندېښنه ښودلو سره ووئيل چې د دې د مخ نيوي ضرورت دې۔ده ووئيل چې بايد د تعليم مقصد د انساني وسيلو استعداد زياتول وي۔اولس مشر ووئيل چې يوازې د كراچۍ پوهنتون په يوه څانګه كښې د 200 غېر ملكي زده كونكو اندراج د ستائنې وړ دې او دې سره د دې څانګې پياوړې كاركردګۍ ستائنه كېږي۔ده د مركز په كاركردګۍ د اطمينان څرګندونه وكړه۔ده ووئيل چې پوهنتونونو لپاره به د فنډونو معامله زر حل كړې شي۔ده په دې موقع د سائنسدانانو او ډاكټرانو كار هم وستائېلو۔

مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں