د خپل سیاست پړقونكو په خبرو كښې مه راځئ ، دغه كسان د اسلام خذمت نه بلکې ووټ بینك زياتولو له اولس راپاروي

image

اسلام آباد 31 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان اولس ته غږ كړې چې د خپل سیاست پړقونكو په خبرو كښې مه راځئ ، دغه كسان د اسلام خذمت نه بلکې ووټ بینك زياتولو له اولس راپاروي، داسې عناصر دې ریاست سره ټكر نه شي، ریاست به د اولس د مال او ځان حفاظت له خپلې ذمه وارۍ پوره كوي، چا له به هم د حالاتو خرابولو اجازه ورنه كړو او نه به د ټرافېك په لاره كښې خنډان راولاړولو ته څوك پريښودلې شي، حکومت دې پھ اقدام پورته كولو مجبور نه كړې شي۔ د سپریم کورټ قاضيانو چې كومه پريكړه كړې هغه د آئین له مخې ده او د پاکستان آئین د قرآن او سنت تابع دے، هېواد دښمنه عناصر د قاضيانو د قتل او پوځ كښې د بغاوت خبرې كوي ، دروغو وئيلو سره وګړې راپارولې كېږي نو د دې ګټه به د پاكستان دښمن ته كېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ماښام قام ته په خپل خطاب کښې وكړه۔ وزیراعظم د آسیه بی بی کېس كښې د عدالت عظمیٰ پريكړې په اړه خپل خاص خطاب كښې ووئيل سپریم کورټ يوه پريكړه كړې او په هغغه پريكړه چې يوې طبقې د كوم غبرګون څركندونه كړې او د هغه پريكړې په اړه ئې چې څه وئيلي ، د هغې په وجه زه اولس ته په مخاطب كيدو مجبور شوې يم۔ عمران خان ووئيل پاکستان د نړۍ د تاریخ يواځنې هېواد دې كوم چې مدینې ریاست نه پس د اسلام په نامه جوړ شوې۔ د اسلام په نامه د جوړيدو مطلب دا دې چې د پاکستان کوم هم قانون به د قرآن او سنت په ضد نه جوړېږي او قاضيانو چې كومه پريكړه كړې هغه ئې د آئین له مخې كړې او د پاکستان د آئین او قرآن او سنه تابع ده۔ ده ووئيل يوې طبقې د اړخه د پاکستان د سپریم کورټ قاضي په ضد چې كوم الفاظ استعمال کړې او دا ئې وئيلي دي چې د دې پريكړې نه پس هغه واجب القتل دے او دا ئې هم وئيلي دي چې د پاکستان سرلښكر غیر مسلم دے او د پوځ جرنيلانو ته وئيلي شوي چې د سرلښكر په ضد بغاوت وكړي، دا د افسوس وړ خبره ده۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان به ډير زر يو عظیم هېواد جوړ شي او دا به د مدینې ریاست په اصولو روان شي۔ ده ووئيل دا زما د ایمان برخه ده چې د اسلامی فلاحی ریاست د كوم مقصد لپاره چې جوړ شوې ؤ، كه مونږ هېواد داسې ریاست جوړ نه كړو نو د پاکستان كوم سباؤن نشته۔ وزیراعظم ووئيل زه دا ګڼم چې د كوم هم مسلمان ایمان مکمل كيدې نشي تر څو چې هغه د نبي﴿ص﴾ سره عشق نه كوي۔ وزیراعظم په ډاګه كړه چې حکومت په عملی توګه هغه كار كړې كوم چې تر اوسه چا نه دې كړې۔ ده ووئيل چې كله چې د هالینډ پارلماني غړي زمونږ د نبي﴿ن﴾ شان كښې ګستاخی وكړه او خاکې ئې جوړې كړې نو پاکستان د اسلامي نړۍ يواځنې هېواد ؤ كوم چې په دې اړه د هالینډ حکومت او اسلام آباد كښې د هالينډ سفیر سره په باضابطه توګه ګيله وكړه۔ د هغوي د خارجه وزير سره خبره شوې او په وړومبي ځل داسې شوې چې هغه خاكې بيرته ختمې كړې شوې۔ ده ووئيل پاکستان په وړومبي ځل دا مسئله او آئی سی او ملګرو ملتونو كښې پورته كړې۔ د دې په نتيجه كښې د بشري حقونو اروپائي پارلمان په وړومبي ځل پريكړه كړې چې نبي﴿ص﴾ په شان كښې ګستاخی کول د رايو څرګڼدونې آزادۍ كښې نه راځي۔ وزیراعظم ووئيل مونږ يوازې خبرې نه كوو، مونږ پھ عملی توګه ثابت کړې چې مونږ د نبي﴿ص﴾ په شان كښې څه ډول ګستاخی زغملې نه شو۔ وزیراعظم په دې خبره د ډېر افسوس څرګندونه وكړه چې د كوچنۍ طبقې لخوا ډېره د اعتراض وړ ژبه كارولې شوې۔ وزیراعظم پوښتنه وكړه چې كله يو سړې اودرېږي او اووائي چې ججان قتل كړئ ٬ سرلښكر اخوا كړئ ٬ په داسې صورتحال كښې كوم حكومت

مضمون کا ماخذ : لوٹوفاسیل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں