اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي﴾ نېشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتهارټۍ ﴿اېن ډي اېم اے﴾ وئيلي دي چې د جون د 20مې نېټې نه د اګست تر 24مه نېټه د سختو بارانونو په نتيجه كښې په هېواد كښې 84 كسان مړه او 155 ژوبل شوي٬ په بارانونو كښې 316 كورونو ته زيان رسېدلې۔ د خالي په ورځ د اېن ډي اېم اے لخوا جاري شوي بيان له مخې د تېرو دوه مياشتو په مهال په هېواد د بارانونو په نتيجه كښې لوي زيان شوے۔ په راپور كښې وئيلي شوي دي چې په پنجاب كښې په باران او طوفان كښې 31 كسان مړه او 47 ژوبل شوي دي۔ په خېبر پښتونخوا كښې د بارانونو او سېلاب په نتيجه كښې په مجموعي توګه 21 كسان مړه او 39 ژوبل شوي دي او 173 كورونو ته زيان رسېدلې۔ په بلوچستان كښې 2 كسان مړه شوي او په جمو او كشمير كښې 21 كسان مړه او د 20 نه زيات ژوبل شوي دي او 60 كورونو ته زيان رسېدلې۔ په باران او سېلاب كښې په ګلګت بلتستان كښې 2 كسان مړه او يو ژوبل شوے او 13 كورونو ته سخت زيان رسېدلې۔