نوي ټاكلې وزيراعظم عمران خان په كال 1992ء كښې په نړيوال كركټ كښې د پاكستان نامه روښانه كړې

image
APP45-17 ISLAMABAD: August 17 - Newly elected Prime Minister of Islamic Republic of Pakistan Mr. Imran Khan addressing the National Assembly Session at Parliament House. APP

اسلام آباد 17 اګست (اے پي پي) نوې ټاكلې وزيراعظم عمران خان په كال 1992ء كښې په نړيوال كركټ كښې د پاكستان نامه روښانه كړې ٬ نزدې د 22 كاله سياسي هلو ځلو په نتيجه كښې عمران خان په پارلماني مېدان كښې هم بريالې شوې او (نن) د خالي په ورځ به د وزيراعظم په حېث سوګند پورته كوي۔ د دوو لسيزو په سياسي سفر كښې ډېرو سختو سره مخ شوې او د هغه ګوند پخپلو ابتدائي ټاكنو كښې په يوه چوكۍ هم كاميابي نه وه ترلاسه كړې او د دې نه پس په كال 2002 كښې په ټولټاكنو كښې عمران خان د قامي اسمبلۍ په يوه چوكۍ كاميابي ترلاسه كړې ٬ دغسې د كال 2008 ټول ټاكنو ئې بائيكاټ وكړٶ او د كال 2013 ټول ټاكنو كښې د مسلم ليګ (ن) او پيپلزګوند نه پس د درېم سياسي ګوند په توګه رامخې ته شو ٬ خو بيا هم عمران خان خپل سياسي سفر په صبر او استقامت سره روان وساتلو او د كال 2018 په ټول ټاكنو كښې ئې د قامي اسمبلۍ تر ټولو زياتو 158 چوكو باندې كاميابي ترلاسه كړه او په قامي اسمبلۍ كښې د اتحادي ګوندونو په حمايت عمران خان 176 رائې ترلاسه كولو سره قائد ايوان وټاكلې شو ٬ د هغه په مقابل كښې شهباز شریف يوازې 96 رائې ترلاسه كړې۔ عمران خان په كال 1952 كښې اكرام الله خان نيازي او شوكت خانم (بركي) ميانوالي كښې زېږېدلي ٶ ٬ اېچي سن كالج لاهور څخه ئې زده كړه كړې او لوړو زده كړو لپاره رائل ګرائمر سكول ورسسټر انګلستان ته تللې ٶ ٬ په كال 1975 كښې ئې آكسفورډ پوهونتون څخه په فلسفه ٬ سياست او اكنامكس

مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں