لنډمهاله حكومت آئي اېم اېف سره په هېڅ پروګرام غور نه كوي

image
APP20-12 ISLAMABAD: June 12 – Federal Minister for Information, Broadcasting, National History and Literary Heritage Syed Ali Zafar and Federal Minister for Finance, Revenue and Economic Affairs Dr. Shamshad Akhtar addressing a joint press conference. APP photo by Irshad Sheikh

اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د خزانې ٬ رېونيوو اقتصادي چارو لنډمهالې وزيرې ډاكټر شمشاد اختر وئيلي دي لنډمهاله حكومت آئي اېم اېف سره په هېڅ پروګرام غور نه كوي٬ د معيشت بهترۍ په اړه د ضرورت له مخې په ځائي يا نړيواله كچه تكنيكي مشاورت لپاره مراجعه كېدې شي ٬ د پیټرولیم مصنوعات بېعه كښې زياتوالې د نړيوال ماركيټ اضافې له امله شوې٬ سباٶن كښې به د پټروليم بيعه په وخت بدلول وي٬ د هېواد د معيشت په لويو څانګو كښې ګروته شوې خو د كرنټ اكاٶنټ زيان او قرضو كښې د زياتوالي په شان مسئلې رامخې ته دي۔ د نهې په ورځ د اطلاعات٬ خپرونو او د اوبو او برېښنا لنډمهاله وزير علي ظفر سره په ګډه خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې دې ووئيل د پیټرولیم مصنوعات بېعه كښې زياتوالې د نړيوال ماركيټ اضافې له امله شوې٬ سباٶن كښې به د پټروليم بيعه په وخت بدلول وي٬ په دې مېكنزم د تېرو بېلا بېلو حكومتونو د اقتصادي رابطه كمېټيو او په نورو پلېټ فارمونو كښې بحث شوې دې۔ دې ووئيل د پټروليم په بيعه د نظر ثانۍ معامله چې راغله نو پخواني حكومت د مئي په مياشت كښې بيعه زياته نه كړه او دا معامله ئې لنډمهاله حكومت ته پرېښوده۔ لنډمهاله حكومت د اوږد مشاورت نه پس دا پرېكړه وكړه چې په نړيوال ماركيټ كښې چې كومه اضافه شوې د ھغې 50 فيصده به حكومت برداشت كوي۔ د خزانې وزيرې ووئيل سباٶن كښې به د پټروليم بيعه په وخت بدلول وي او په دې لړ كښې به د لنډ مهاله حكومت موجوده پاليسي دوام داره وي۔ دې ووېيل د پاكستان اقتصادي صورتحال د ټولو په وراندې دې زمونږ كار څوك بدنامول نه دي ګنګوسۍ كېدې چې آئي اېم اېف سره پروګرام لپاره خبرې روانې دي٬ لنډمهاله حكومت يوه لوظنامه هم نه شي كولې او نه د دې كچې مذاكرات كېدې شي٬ په دې لړ كښې به نوي حكومت له پرېكړه كول وي ۔ ده ووئيل مائيكرو اكنامك استحكام لپاره ضروري ده چې د ستونزو جاج واخستې شي چې څنګه په لنډه او اوږده موده كښې د دې مخنيوي كېدې شي٬ مونږ تكنيكي پوهه لرو٬ د ضرورت له مخې په ځائي يا نړيواله كچه تكنيكي مشاورت لپاره مراجعه كېدې شي۔ ديوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل بهرينو آدائيګو په اړه به ذمه وارۍ ترسره كولې شي٬ دې لړ كښې مېكنزم جوړولو لپاره سوچ بچار روان دې

مضمون کا ماخذ : سشی ایکسپریس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں