د صنعت او پېداوار ډويژن پرمختيائي چارو لپاره يو اربه 3 كروړه روپې فنډ جاري كړے شو

image

اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحاتو وزارت د سركاري څانګې د پرمختيائي پروګرام له مخې د روان مالي كال په مهال د صنعت او پېداوار ډويژن پرمختيائي چارو لپاره يو اربه 3 كروړه روپې فنډ جاري كړے۔ حكومت د روان مالي كال په مهال د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام له مخې د دې ډويژن پرمختيائي چارو لپاره دوه اربه 73 كروړه روپې فنډ بېل كړے۔ د پلاننګ كميسون لخوا جاري شويو شمېرو له مخې حكومت په سيالكوټ كښې پراډكټ ډويلپمنټ سنټر لپاره 13 كروړه 45 لكه روپې٬ په نوشېرو فېروز كښې پراسېسنګ سنټر لپاره 16 كروړه روپې٬ په حب انډسټريل سټېټ كښې واټر سپلائي سكيم لپاره 11 كروړه 18 لكه روپې او بوستان انډسټريل سټېټ لپاره د 21 كروړه 17 لكه روپو پشمول بېلا بېلو پروژو لپاره فنډ جاري كړے

مضمون کا ماخذ : عظیم البینی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں