اسلام آباد 24مئي (اے پي پي) چيف جسټس ميا ثاقب نثار بيجنګ كښې د خپل چينائي هم منصب ژوجيانګ سره ليدلې دي او د خوښې په چارو يې د خيالاتو څرګندونه كړې ده ۔د زيارت په ورځ سپريم كورټ څخه د جاري شوي خبر پاڼې له مخې د ملاقات په مهال د چين سپريم كورټ مشر ژو جيانګ د پاكستان عدليه د اړخه د بنيادي بشري حقونو باوري كولو لپاره د پورته كړو ګامونو ستائنه كړی ده او وئېلې يې دي د پاك چين اړيكې په همكارۍ بدلې شوي۔چيف جسټس ميا ثاقب نثار خپل هم منصب سره په خپلو خبرو كښې ووئيل د سي پیك پروژو په حقله يو اړخيزه د امنتاع حكم نه جاري كولو سپارښتنه كړی شوې٬د پاكستان عدليه د پاك چين اقتصادي راهدارۍ منصوبې بشپړولو مرسته كوي او دغې پروژو په اړه د كمرشل شخړو هواري له عزم لري۔پھ دې حقله سپريم كورټ د سي پیك په حقله اړوندو ادارو غونډه راغوښتې وه او ورته يې سپارښتنه كړی وه چې د سي پیك په اړه يوه اړخيزه د امتناع حكم جاري نه كړئ۔چيف جسټس ميا ثاقب نثار چينائي هم څنګ له د پاكستان راتللو او په جوډېشل كنفرنس كښې د ګډون بلنه وركړه۔ملاقات كښې جسټس شېخ عظمت سعيد او جسټس عمر عطاﺀ بنديال هم موجود وو