په غونډه كښې به په فلسطيني رياست د قابضو عسكرو د اړخه د بشري حقونو خلاف ورزيو څخه په رامخې ته شوي صورتحال غور كولې شي۔

image

اسلام آباد 18 مئی (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي به د اسلامي مرستې تنظيم 7مې غېر معمولي مشرانو غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوي۔ خارجه او د دفاع وزير خرم دستګير خان او اعلٰی چارواكي وزيراعظم سره ملګري دي۔وزيراعظم به په غونډه كښې د پاكستاني پلاوي مشري كوي كومه چې د مئي په اتلسمه نېټھ د تركيې په استنبول ښار كښې كېږي۔په غونډه كښې به فلسطيني رياست كښې د قابضو عسكرو د اړخه د بشري حقونو خلاف ورزيو څخه په رامخې ته شوي سخت صورتحال غور كولې شي۔د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د غېر معمولي مشرانو غونډه د تركيې اولس مشر د او آئي سي سمټ صدرنشين په حېثيت رابللې ده ۔په غونډه كښې به د غزه كښې د تشدد په تازه پېښو غور كولې شي چرته چې د اسرائيل عسكرو 60 څخه زيات وګړي په بې دردۍ شهيدان كړي او د مېرمنو ماشومانو او مشرانو پشمول ګڼ كسان ژوبل شوي دي ۔پاكستان د تشدد دې پیښو بې پرې او سپيځلو پلټنو غوښتنه كړی۔وزيراعظم شاهد خاقان عباسي به په كنفرنس كښې د اسرائيلي عسكرو د اړخه د بشري حقونو خلاف ورزيو غندنه كولو سره د خپلواكه فلسطيني رياست جوړولو لپاره د پاكستان اولس او حكومت د عزم پخلې كوي

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں