كشميريانو سره يوالې لپاره ګرد هېواد ٬ آزاد او جمو كشمير كښې د يوالي ورځ ولمانځلې شوه٬ جلسې٬ احتجاجي مظاهرې او لاريونونه

image
APP12-06 FAISALABAD: April 06 – President FCCI Shabbir Hussain Chawla with members participating in a rally arranged to condemn the Indian brutalities and observing Black Day against the killing of innocent Kashmiri people. APP photo by Tasawar Abbas

اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي) مقبوضه كشمير كښې د هند د رياستي ترهګرۍ او د شوپيا پښې غندنې او شهيدانو او ټپيانو سره د يوالي څرګندونې لپاره د جمعې په ورځ ګرد هېواد ٬ آزاد او جمو كشمير كښې د يوالي ورځ ولمانځلې شوې۔ د بېلا بېلو سياستي او مذهبي ګوندونو او زده كوٶنكو تنظيمونو لخوا په دې موقع جلسې٬ احتجاجي مظاهرې او لاريونونه اېستلي شوي۔ او د نړۍ پام په مقبوضه كشمير كښې د روان د بشري حقونو د هند د سګين خلاف ورزيو او د جنيوا كنونشن پشمول نړيوالو لوظنامو خلاف ورزيو پلو راګرځولې شوې۔ اسلام آباد٬ لاهور٬ كراچۍ ٬ كوئټه او د پېښور پشمول د پاكستان په لويو او كوچنو ښارونو كښې د بېلا بېلو سياستي او مذهبي ګوندونو او زده كوٶنكو تنظيمونو لخوا په دې موقع جلسې٬ احتجاجي مظاهرې او لاريونونه اهتمام شوې او د هند لخوا د كشميريانو قتل عام او د پېلټ ګنز د بې درېغه استعمال په سختو ټكو غندنه شوې ۔ په دې موقع د اولس مشر ممنون حسېن ٬ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي٬ خارجه وزير خواجه محمد آصف ٬ د ازاد كشمير اولس مشر مسعود خان او د وزيراعظم راجه فاروق حېدر لخوا كشمير سره د يوالي خاص پېغامونه هم جاري كړې شوې۔ د جمعيت علمائے اسلام ٬ جماعت اسلامي٬ پاكستان علماء كونسل ٬ تنظيمات وفاق المدارس٬ سني تحريك٬ شيعه علماء كونسل پاكستان ٬ مركز جمعيت اهلحديث پاكستان او د نورو تنظيمونو مشرانو هم د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي كشمير سره د يوالي ورځ د جمعې په ورځ د لماځلو په اپيل ګرد د هېواد په ټولو ښارونو كښې احتجاجي مظاهري او د لاريونونو اعلان كړې ٶ

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز کی جیت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں