د ګلوبل هيلتھ سيكورټي سمټ تابيا به پاكستان لپاره اعزاز وي۔ د صحت نګران وفاقي وزير

image

اسلام آباد 20 دسمبر (اے پي پي) د صحت نګران وفاقي وزير ډاكټر نديم جان وئيلي دي د ګلوبل هيلتھ سيكورټي سمټ تابيا به پاكستان لپاره اعزاز وي، د نړيوالو مشرانو كنفرنس كوربتوب سره به د صحت په څانګه كښې د پاكستان عزت زيات شي۔ د شورو په ورځ د صحت وزارت لخوا د جاري بيان له مخې وفاقي وزير ووئيل پاكستان كښې به د ګلوبل هيلتھ سكيورټي سمټ تابيا د لسمې نه تر يوولسمې جنورۍ كېږي كوم چې به پاكستان لپاره يو اعزاز وي٬ په دې موقع به د نړيوال فشار مخنيوي لپاره يو جامع لائحه جوړه كړې شي۔ ده ووئيل د كنفرنس په پائې كښې به اسلام آباد اعلاميه جاري كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں