د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د سعودي عرب شوریٰ كونسل چيئرمېن ډاكټر عبدالله بن محمد بن ابراهيم الشېخ سره خبرې

image
APP90-24 ISLAMABAD: April 24 - President Dr. Arif Alvi talking to Chairman Shura Council of Saudi Arabia Dr. Abdullah Mohammed Ibrahim Al-Sheikh who called on him. APP

اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي پاكستان سعودي عربستان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري٬د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې د شريكې عقيدې٬كلتور او د ورثې په مضبوط بنياد اډانه دي٬د پاكستان او سعودي ترمينځه ښه او آزمائېلې اړيكې وجود لري ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د سعودي عرب شوریٰ كونسل چيئرمېن ډاكټر عبدالله بن محمد بن ابراهيم الشېخ سره په خبرو كښې كړی۔چا چې د شورو په ورځ ده سره ملاقات كولو۔اولس مشر د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه په پارليماني مرسته د اطمينان او باور څرګندونه كړی چې د پلاويو تبادلو څخه به شريك كار لا قوي شي۔ده د سعودي ولي عهد د پاكستان كاميابې دورې ذكر كولو سره ووئېل د دواړو هېوادونو ترمينځه اعلٰی كچ دورې شوي او د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو كښې پېشرفت شوې ۔ده د سعودي عرب لخوا په اقتصادي مرسته د پاكستان لخوا مننه وكړه۔ اولس مشر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د پائيدار او جامع شراكت سره دواړه هېوادونه په ډېرو معاملاتو او فورمز يو بل سره په شريكه كار كوي۔اولس مشر د پاكستان لپاره د حج كوټه 2 لكه كولو او ويزا فيس كښې پھ كمي د سعودي پريكړه وستائېله۔ده د سعودي سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې د پاكستانيانو كردار رامخې ته كولو سره په سعودي كښې د ملازمانو په اړه د پاكستاني افرادي قوت لپاره د زياتو موقعو وركولو توقع څرګنده كړه۔ده د شاه سلمان بن عبدالعزيز او سعودي ولي عهد محمد بن سلمان لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ د سعودي عرب شوریٰ كونسل چيئرمېن ډاكټر عبدالله بن محمد بن ابراهيم الشېخ د بېلو څانګو د مرستې زياتولو او ضرورت باندې زور راوړو

مضمون کا ماخذ : مڈاس گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں