اسلام آباد 11 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې په قازقستان كښې په ځنګلونو د اور لګېدو له امله د 14 كسانو په مړينه د افسوس او د پاكستاني حكومت او اولس لخوا د غمرازۍ څرګندونه كوم۔ د اتوار په ورځ خپل ټويټ كښې وزيراعظم په قېمتي ځاني زيان صدر قاسم جومارت توکايف او غمژنو كورنيو سره غمرازي او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره دعا وكړه۔