پاكستان د آذربائيجان سره خپلې نزدې او د ورورولۍ اړيكو ته د قدر په سترګو ګوري او په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه روابط ته ودې وركولو لپاره خوښي لري

image
APP30-11 ISLAMABAD: October 11 - Ambassador of Azerbaijan to Pakistan Ali Fikrat Oglu Alizada calls on President Dr. Arif Alvi at the Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي پاكستان د آذربائيجان سره خپلې نزدې او د ورورولۍ اړيكو ته ډېر د قدر په سترګو ګوري او په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه روابط ته ودې وركولو لپاره خوښي لري۔ده دا خبره په پاكستان كښې د آذربائيجان سفير علي فكرت اولو علي زاده سره خبرو كښې كړی چا چې د زيارت په ورځ ايوان صدر كښې ده سره ملاقات كولو۔سفير د آذربائيجان اولس مشر الهام عليوف لخوا ده ته د اولس مشر چوكۍ په سنبهالولو د مباركۍ خط ورسولو۔اولس مشر پھ دې خبره زور راوړو چې اقتصادي روابط ته تقويت وركولو لپاره شريك تجارت كښې لا زياتوالي ضرورت دے۔ده هيله څرګنده كړه چې سفير علي فكرت اولو به د دواړو هېوادونو ترمينځه د شريكو اړيكو ودې لپاره فعاله كردار تر سره كوي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی قیمت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں