هېواد كښې د پاكو او بې پرې ټاكنو كولو لپاره چمتوالے نيسوو٬دا پريكړه به اولس كوي چې راتلونكے حكومت به د چا وي۔مرتضٰی سولنګي

image

ملتان 06 دسمبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضٰی سولنګي وئېلي دي هېواد كښې پاكو او بې پرې ټاكنو لپاره چمتوالے نيسوو٬په 8 فروري 2024 به ټول ټاكنې كېږي٬ دا پريكړه به اولس كوي چې راتلونكے حكومت به د چا وي٬د آئين په تمهيد كښې ليكلې دي چې هېواد به ټاكلي نمائندګان چلوي٬بنيادي پريكړې كول د نګران حكومتونو كار نه دے ٬دا د ټاكلي شوې حكومت او منتخب پارليمان كار دے٬مونږ ته چې په كوم حالت كښې هېواد ترلاسه شوے ؤ٬ د هغې څخه په بهتر حالت به راروان حكومت ته سپارلے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پاكستان ټېلي ويژن ملتان سنټر كښې د 24 ساعته سيمه ايز نشريات پرانستې كولو نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔نګران وفاقي وزير ووئيل هېواد كښې د آزادو او سپيځلو ټاكنو په چمتوالي نيولو كښې بوښت يو٬په 8 فروري 2024 به ټول ټاكنې كېږي٬ دا پريكړه به اولس كوي چې راتلونكے حكومت به د چا وي٬ ده ووئېل د آئين په تمهيد كښې ليكلې دي چې هېواد به ټاكلې شوي نمائندګان چلوي٬دې عمل ته رسېدو لپاره زما خواهش دے چې پي ټي وي ملتان سنټر د سيمې اولس حقيقي مسئلې او د دوي خواهشات رامخې ته كولو لپاره غږ وګرځي۔ده ووئيل د سيمې معاشي او كلتوري مسئلې څو لسيزې پخوانۍ دي٬د دې حل لپاره پي ټي وي ملتان غېر جانبداره پاتې كېدو سره د سيمې سياسي ګوندونو پشمول د بېلو وګړو رائے به وړاندې كوي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په ټاكنو كښې اصل پريكړه د پاكستان اولس له كول ده ٬ټاكنو كښې به اولس پريكړه كوي چې راروان حكومت به څوك كوي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل فوډ سيكورټي وزارت خپل كار كوي٬اېس آئي اېف سي له مخې د كركيلې لپاره ځينې اقدامات پورته كولې شي٬كركيله صوبائي سبجيكټ دے خو په دې معامله صوبائي او وفاقي حكومتونه په ګډه كار كوي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مونږ هڅې كوو چې په سپيځلې ډول ټاكنې وشي۔ده ووئيل په هېواد كښې مېډيا او عدليه آزاد دي٬انتخابي عمل به په سم ډول دوام لري۔ده ووئيل د راتلونكي پارليمان او حكومتي كاركردګۍ په اړه پيشنګوئي نشي كېدې او نه د تېر وخت په حكومتونو تبصره كول زمونږ كار دے٬ دې څخه وړاندې ده ووئيل د ملتان او جنوبي پنجاب سيمې وګړو لپاره دا د اعزاز خبره ده چې د نن څخه پي ټي وي ملتان سنټر 24 ساعته نشريات پېل كوي۔

مضمون کا ماخذ : بلوچستان لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں