د خېبر پښتونخوا بونیر ضلع كښې د قدرتی آفتونو مخنيوي له د ماډل یونټ په جوړولو كار تندۍ سره روان دې

image

اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا بونیر ضلع كښې د قدرتی آفتونو مخنيوي له د ماډل یونټ په جوړولو كار تندۍ سره روان دې كوم به چې د روان كال تر دسمبر بشپړ شي۔ د قدرتی آفتونو مخنيوي صوبائی ادارې (پی ډی اېم اے) وياند ووئيل یونټ د سوئس حکومت په مالی مرسته جوړولې كېږي كوم به چې په 3 کروړه 20 لکھ روپو لګښت سره بشپړ شي او دې سره به د قدرتی آفتونو مخنيوي كښې مرسته وشي۔ ده ووئيل دې جدید مرکز جوړولو سره به اولس كښې د هنګامی حالات او قدرتی آفتونو مخنيوي تګلارو په اړه خبرتيا پيدا كولو كښې مرسته وشي دغسې دا ډول مرکزونه به د صوبې په نورو ضلعو كښې هم جوړولې شي۔

مضمون کا ماخذ : اٹلانٹس کا بادشاہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں