د داخله وزير شېخ رشيد احمد د قطر وزيراعظم خالد بن خليفه سره ملاقات

image
APP58-150321 DOHA: March 15 – Interior Minister Sheikh Rashid Ahmed called on Prime Minister of Qatar His Excellency Khalid bin Khalifa during his official visit to the State. APP

دوحہ۔15مارچ(اے پی پی) داخله وزير شېخ رشيد احمد د قطر وزيراعظم خالد بن خليفه سره ملاقات وكړو او هغه ته ئې د پاكستاني اولس او وزيراعظم لخوا د كوېت مشرتابه او اولس لپاره د خېر سګالۍ پېغام وركړو۔ د ملاقات په مهال پاك قطر دوه اړخيزه اړيكو او تجارت ته وده وركولو سره په اړوندو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقات كښې قطر كښې د پاكستاني مېن پاور په زياتولو او د داخلي سلامتيا په چارو هم خبرې وشوې۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې شېخ رشيد احمد ووئيل د افغانستان په تل پاتي امن كښې د قطر مثالي كردار دے۔ پاكستان او كوېت افغانستان كښې امن غواړي۔ د افغانستان امن لپاره همكارانو سره د كاميابو مذاكراتو كرېډټ قطر ته ځي۔ د قطر وزيراعظم ووئيل د پاكستان او قطر ترمينځه د تجارت زياتولو بلها موقعې دي۔ هغه د پاكستان او قطر ترمينځه د تاريخي اړيكو حواله هم وركړه۔ شېخ رشید احمد د قطر وزیر اعظم ته د پاكستان وزيراعظم عمران خان يوه خصوصي مراسله هم ورسوله۔ دا خبره دې ياده وي چې شېخ رشید احمد تېره ورځ د قطر په درې ورځنۍ سركاري دوره دوحه ته ورسېد۔ هغه قطر كښې ملی پول قطر نړيوال نندارتون كښې هم ګډون وكړو او د پاكستاني سټالونو دوره ئې وكړه۔ داخله وزير به د درې ورځو دورې په ترسره كېدو د شورؤ په ورځ هېواد ته بېرته راورسي۔

مضمون کا ماخذ : را کی کتاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں