خارجه چارو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونده (نن) كېږي

image

اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزیر شاہ محمود قرېشي به د خارجه پاليسۍ پشمول په نورو مهمو چارو د سېنېټ خارجه چارو لپاره قائمه كمېټۍ ته بريفنګ وركوي ٬ په دې لړ كښې به د كمېټۍ غونډه (نن) د زيارت په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې كېږي۔ د غونډې په مهال به خارجه وزير د امريكې خپلې اوسنۍ دورې او عمومي اسمبلۍ ته د خطاب پشمول د نورو مصروفياتو پحقله كمېټۍ ته بريفنګ وركوي۔ بريفنګ كښې امريكا كښې د پاكستان پخواني سفير جليل عباسي جېلاني له هم د ګډون كولو بلنه وركړې شوې

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں