پاكستان به سيمه كښی امن لپاره ګاونډيانو سره په ګډه خپل كردار ترسره كوي

image

اسلام آباد ۔ 23 اګست (اے پی پی)د كورنيو چارو وزير احسن اقبال وئيلي دي قانون ټولو لپاره يو دے۔ د هېواد وزيراعظم كه عدالتونو ته مخامخ كېدې شي او هغه له سزا وركولې شي نو آئين ماتونكي او هېواد ته زيان رسوونكي هم بايد عدالتونو ته مخامخ شي۔ پاكستان به سيمه كښې امن له ګاونډيانو سره په ګډه خپل كردار ترسره كوي۔ ترهګرۍ ته ماتې وركولو له اشتراك او مرستې ته اړتيا ده۔ د نادرا دائره كار به پراخه او اسانۍ به زياتولې شي۔ د شورؤ په ورځ بليو اېريا كښې د نادرا مېګا سروس سنټر دورې په مهال د ابلاغ ذريعو نمائندګانو سره خپلو خبرو كښې داخله وزير ووئيل د نادرا سروس سنټر دورې مقصد د نادرا لخوا وګړو ته د وركړې شوو اسانيو جاج اخستل دي۔ ده ووئيل نادرا يو سپېځلې اداره ده۔ 1998ء كښې زمونږ حكومت د وژن 2010ء تر سېوري لاندې د دې ادارې بنياد اېښودې ؤ ۔ اوس دا په نړۍ كښې د ډېټا بېس يو لېجنډ اداره جوړه شوې۔ ده ووئيل ما د نادرا دفترونو او موبائل وېنز شمېرې زياتولو له امر كړے دغسې چې د هېواد په ټولو سيمو كښې اولس د نادرا اسانيو څخه استفاده وكړي۔ ده ووئيل د 70 موبائل وېنز زر تر زره دې باوري كړې شي او وګړو له به د دوئي كورته نزدې د پاسپورټس او شناختي كارډ وركول باوري كوو۔ ده ووئېل د آن لائن نظام پېل كېدو سره وګړو او په خاص توګه بهر هېوادونو كښې پاكستانيانو ته به ډېرې اساني ترلاسه شې۔ وېزې به هم آن لائن جاري كولې شي او د دې دائره به پراخه كولې شي۔ د امريكې نوې پالېسۍ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې داخله وزير ووئيل خارجه وزارت په دې معامله د پاكستان دريځ بيان كړې۔ پاکستان د ترهګرۍ په ضد د كوم هم هېواد څخه زياتې قربانۍ وركړې دي او مونږ ترهګرو تر ټولو زيات په نښه كړې يو۔ پاكستان چې د ترهګرۍ په ضد كومې كاميابۍ ترلاسه كړي مثال نه لري۔ ده ووئېل د ترهګرۍ په ضد زمونږ عزم څوك خوشحالول يا خفه كول نه دي بلكې امن راوستل دي۔ مونږ په ټوله نړۍ كښې امن غواړو۔ سوكالھ سباؤن له يوازې په پولو نه بلكې سيمه كښې هم بايد امن وي۔ ده ووئېل ګاونډيانو هېوادونو سره په ګډه سيمه كښې امن لپاره په خپل كردار ترسره كوو۔ ده ووئيل د سيمې هېوادونو له په ګډه د ترهګرۍ په ضد كار كول وي۔

مضمون کا ماخذ : پرامڈ ادا کرتا ہے۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں