وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د برتانيې وزيراعظمې تهريسامې لخوا جوړې شوې د هركلي په دستوره كښې ګډون وكړو

image
APP37-19 LONDON: April 19 - Prime Minister Shahid Khaqan Abbasi being received by British Prime Minister Theresa May upon arrival at the Official Welcome Reception hosted by the British Prime Minister and the Secretary General Commonwealth during CHOGM-2018. APP

لندن 19 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د دولت مشتركه نورو مشرانو سره د زيارت په ورځ د برتانيې وزيراعظمې تهريسامې لخوا جوړې شوې د هركلي په دستوره كښې ګډون وكړو۔ دا دستوره د لندن په سېنټ جېمز محل كښې وشوه۔ په دې موقع د دولت مشتركه عمومي سېكتره پېټريشيا سكاټ لېنډ هم تهريسامې سره وه۔ د دستورې نه پس ټول مشران اېګزېكټو سېشنز لپارهه لنكاسټر هاؤس ته لاړل۔ د دولت مشتركه د مشرانو د 25مې غونډې موضوع په ګډه د شريك سباؤن په پلو ده۔ شاهد خاقان عباسي په غونډه كښې په اېګزېكټو سېشنز او ريټريټس كښې هم ګډون كوي۔ په لنكاسټر هاؤس كښې په اېګزېكټو سيشنز كښې به د دولت مشتركه هېوادونو په غوره سباؤن خبرې كېږي۔ د وزيراعظم لخوا ګډون كولو سره به په پاكستان كښې د شته موقعو په ډاګه كولو كښې مرسته وشي

مضمون کا ماخذ : گرم گرم
متعلقہ مضامین
مزید خبریں