سړي سر شمېره په سپېځلي ډول شوې۔ ټولو ادارو بشپړ كردار ترسره كړې۔ اعتراضات مناسب نه دي۔ نه مو پخوا كومه مك مكا كړې او نه به اوس وكړو۔ د توان دوهم وزير عابد شېر علي پارلېمنټ ھاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرې

image

اسلام آباد۔29 اګست (اے پی پی) د توان دوهم وزير عابد شېرعلي وئيلي چې سړي سر شمېره په سپېځلي ډول شوې ٬ ټولو ادارو بشپړه كردار ترسره كړې۔ په دې اړه اعتراضات مناسب نه دي۔ مونږ نه پخوا كومه مك مكا كړې او نه به اوس وكړو۔ د نهې په ورځ پارلېمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د مسلم لیګ (ن) حکومت خپل فرض ګڼلو سره شپږمه سرشمېره كړې۔ د سر شمېرې په عمل كښې د صوبائي حكومتونو خپلې ادارې شامل وې۔ دا ډول خبرې د ادارو په اړه سمې نه دي۔ دوهم وزير ووئيل چې د سر شمېرې عمل په سپېځلي ډول ترسره شوې۔ ټولو ادارو بشپړه كردار ترسره كړې۔ ده ووئيل د سرشمېرې عمل بايد متنازعه جوړ نه كړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل نه مو پخوا مك مكا كړې او نه به اوس وكړو او چا چې مك مكا كړې هغه نن هم په نتھياګلي كښې ناست دي۔

مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں